Home+د کرابین لیګ ۲۷مه لوبه کې پاټوریټس لوبډلې وګټله

د کرابین لیګ ۲۷مه لوبه کې پاټوریټس لوبډلې وګټله

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د کرابین لیګ ۲۷مه لوبه د کېټس پاټوریټس او ټرېنیباګو نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې پچه د کېټس پاټوریټس لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

ټرېنیباګو نایټ رایډرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.

کولن مونرو ۴۷، سنیل ناراین ۳۳ او ډوین براوو ۲۲ منډې وکړې.

کېټس پاټوریټس لوبډلې په ۱۵ ام اور کې د ۲ لوبغاړو په زیان ټاکل شوی هدف پوره اولوبه یې وګټله.

ایون لویس د خپلې لوبډلې لپاره ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ایون لویس وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...