سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهحقاني: نجونو ته په هر برخه کې په هره کچه د لوړو...

حقاني: نجونو ته په هر برخه کې په هره کچه د لوړو زده کړو اجازه شته

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري غونډه کې په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو پر جلاکېدو بیا بیا ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني د یوې بهرنۍ خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان نجونو ته په هره برخه کې په هره کچه د زده کړو اجازه ورکوي.

ده په پوهنتونونو کې له بهره د افغان علمي کدرونو د راجلبولو، د لوړو زده کړو د مالي ستونزو او د کتابونو د چاپ په اړه د لوړو زده کړو د وزیر په توګه خپل پروګرامونه تشریح کړل خو ذهن یې تر ډېره د هلکانو او نجونو د ګډ تعلیم په مخنیوي کې مصروف و او کابو د ټولو پوښتنو په ځواب کې یې بیا بیا د دې موضوع یادونه کوله.

ښاغلي حقاني د یوه پاکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه استادانو کمی نه شته خو که په کومه برخه کې ښځینه استاده نه وه، نارینه استاد به د پردې تر شا درس ورکوي.

ده د ښځینه محصلانو لپاره حجاب لازمي وباله خو ویې نه ویل چې څه ډول حجاب.

پرون یو شمېر طالب ښځې په کابل پوهنتون کې په مظاهره راووتې چې ټولې سر تر پایه په تور حجاب کې پټې وې او حتي لاسونه یې هم پټ کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د نورو اسلامي هیوادونو د مسلمانانو په حجاب کې د مخ پټول شرط نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب