سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبان دروغجن دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبان دروغجن دي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان قطر ته د سفر په درشل کې طالبان په دروغ ویلو تورن کړل ویې ویل، فرانسه به په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره هیڅ راز اړیکې ټینګې نه کړي.

فرانسې تل د طالبانو مخالف دریځ لرلی او د هغوی په وړاندې یې پخوا د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې ننکه کوله او اوس د احمدمسعود پلوي کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد له پنځم تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل «دوی ویلي وو چې افغانان او بهرنیان به پرېږدي چې په ازاد ډول له افغانستانه ووځي او پراخ بنسټه حکومت به جوړ کړي، خو درواغ وايي.»

ژان لودریان زیاته کړه، فرانسه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او هیڅ راز اړیکې به ورسره ټینګې نه کړي. «موږ د طالبانو له لوري د مشخصو اقداماتو غوښتونکي یوو او هغوی (طالبان) د اقتصادي تنفس لپاره د فضا او له نړیوالو سره اړیکو ته اړتیا لري. هر څه په دوی پورې اړه لري.»

وروسته له دې چې طالبانو د اګست په ۱۵ کابل ونیوه، امرکیا او نورو هیوادونو لسګونه زره افغانان او بهرنیان له افغانستانه وایستل.

فرانسه وايي چې د کابل د هوايي ډګره له لارې یې خپل ۳ زره اتباع له افغانستانه ایستلي دي او د دې کار لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړې وې.

ټاکل شوې ده چې لودریان نن یکشنبه، د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په وینا لا هم څو فرانسویان او څو سوه افغانان، چې له فرانسې سره یې همکاري کړې ده، په افغانستان کې پاتې دي.

1 COMMENT

  1. د کوچنیوالی څخه تربیه شوی طالبان نه یوازی درواغجن دی بلکه دوی د حقیقی اسلام او افغانیت او د افغانانو کلتور او بالخصوص د افغانستان خاوری تمامیت او د افغانستان استقلال مخالف دی او د لعین جاسوس خائین خلیلزاد او پنجابی پاکستان جاسوسی دستګاه فوق العاده غلامان دی او دا نوره تښتیدلی قاتلان او غله ددوی په شان بی سواده غلامان او د طالبانو سر ګډه رهبری لری او ملی خائين کرزۍ اوس هلی ځلی کوی چی د CIA تر هدایت دا رنګا رنګه قاتلان او غله سره راټول کړی او نوموړۍ پدی چټلو کارونو کښی د CIA له خوا خاص تربیه شوی دی او ددی مردود پلان لپاره ئی قاتل چورکوونکۍ او درنګارنګو ممالکو جاسوس عبدالله عبدالله څنګ کښی ساتلۍ دی ، بلی دامریکا انګلیس او پنجابی پاکستان د افغانانو لپاره د تباهی پروګرامونه په تدریجی ډول سره نور هم روښانه کیږی ، افغانانو بیداره اوسۍ !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب