سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد خطر د مخنیوي لپاره اروپايي اتحادیه د افغانستان ګاونډیو ته مرستې...

د خطر د مخنیوي لپاره اروپايي اتحادیه د افغانستان ګاونډیو ته مرستې ورکوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۰) اروپايي اتحادیه هڅه کوي چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې متحدان پیدا کړي چې که طالبان د بې ثباتۍ پر عامل بدلېدل نو د هغوی په ملاتړ یې مخه ونیسي.

د هغه سند پر اساس، چې بلومبرګ ترلاسه کړی، جرمني او فرانسې یو وړاندیز چمتو کړی چې پر اساس یې اروپايي اتحادیه د نورو ترڅنګ له ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره معامله کوي.

د اروپايي اتحادیې د وړاندیز پر اساس د افغانستان له ګاونډیو سره به اقتصادي او امنیتي موافقې کېږي چې هغوی د افغانستان له لوري د خطر په مخنیوي کې له نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.

په سند کې دا هم راغلي «ځانګړی فکر باید د روسیې، چین او د خلیج د سیمې هیوادونو ته ورکړل شي.»

وروسته له دې چې تېره میاشت امریکا خپل ټول خواکونه له افغانستانه وایستل، د نړیوالو قدرتونو له لوري دا اندېښنه پیدا شوې چې په افغانستان کې د قدرت تشه رامنځته شوې چې کېدای شي د روسیې یا چین له لوري ډکه شي.

د اروپايي اتحادیې په وړاندیز کې د ناروې، ترکیې، امریکا او بریتانیا د مالي ملاتړ یادونه هم شوې ده.

وړاندیز د اروپايي اتحادیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره شریک شوی دی.

دا وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې ګڼ لوېدیځوال اندېښنه لري چې افغانستان ممکن بیا د ترهګرو پر روزنځای بدل شي او له دغه هیواده د دوی په باور پر لوېدیځ بریدونه وشي.

د بریتانیا د داخلي استخباراتو یا ایم ای ۵ عمومي رئيس کین مکالم ویلي چې د طالبانو له لوري د افغانستان نیولو سخت‌دریځي زړه‌ور کړي او دا د القاعده شبکې د بېرته راتګ او پر لوېدیځ د حملو سبب کېدای شي.

مکالم د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې همداراز وویل، د ناټو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د حکومت د پرځېدو له کبله بریتانیا له لا زیات خطر سره مخامخېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب