سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد ۵ هیوادونو د استخباراتي ادارو مشرانو پر افغانستان خبرې وکړې

د ۵ هیوادونو د استخباراتي ادارو مشرانو پر افغانستان خبرې وکړې

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۰) پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد د استخباراتو رييس د سیمې د ۵ هیوادونو د استخباراتو له ريیسانو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

د افغانانو په منځ کې د بدنامې آی ایس آی ادارې د مشر جنرال فیض حمید په کوربه توب د پنځو هیوادونو د استخباراتو رييسانو موافقه وکړه چې افغانستان ته باید شا وانړول شي.

په دې غونډه کې د روسیې، تاجکستان، ایران او چین د استخباراتي ادارو مشرانو ګډون درلود.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، دوی د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان باید په ستونزو کې یوازې پرې نه ښودل شي.

تر دې مخکې د امریکا د سي آی اې رييس پاکستان ته په سفر کې د دغه هیواد د پوځي استخباراتو له ریيس حمید فیض سره د افغانستان او له دې هیواده لوېدیځ ته د تروریزم د پېښېدونکي خطر په اړه خبرې وکړې.

جنرال فیض په وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه ظاهراً د کینګ مېکر رول لوبوي.

په یوه صوتي پیغام کې، چې ادعا کېږي د طالبانو یو چارواکی دی، ویل کېږي چې د طالبانو د کابینې په جوړولو کې حمید فیض منفي رول ولوباوه. د دغه طالب په وینا، چې نوم یې نه دی څرګند شوی ځو ویل کېږي چې ملا فاضل دی، طالبانو غوښتل چې په کابینه کې ټولو نفوذ لرونکو خواوو ته ونډه ورکړي چې د طالبانو حکومت نړۍ ته د منلو وي، خو د فیض د مداخلې له کبله داسې کسان په زوره په کابینه کې ځای کړل شول چې په تورو لیستونو کې دي او له دې کبله د طالبانو د حکومت نړیوال مشروعیت یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

«موضوع خو پنجاب خرابه کړله، دغه د پنجاب کوم مشر چې دلته راغلی وکابل ته، دا کابینه داسې نه وه، دا تشکیل ده ورته داسې جوړ کړ….»

تېره اوونۍ د کابل په سرینا هوټل کې د فیض فلمي ډوله فاتحانه عکسونو په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو افغانانو غوسه وپاروله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب