شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+فطرت / وقار ابراهیمي 

فطرت / وقار ابراهیمي 

د انسان ژوند په هیلو او امیدونو ولاړ دي، فکر او هڅه کوي، چې یوه ورځ به خپلو هيلو او امیدونو ته رسېږي، او له دې سره به يې ژوند؛ تر ډېره آرامه او سوکاله شي. خو زما په فکر د همېشه آرامېدلو او ښه ژوند تېرولو، فکر به ورسره تر ډېره ځایه ناسم وي، ځکه چې انسان د الله تعالی یو داسې مخلوق دی، چې په خپلو شتوو، عکسره وخت شکر ګذاره نه دي، له همدې امله خپل ژوند د هغه څه په لاره کې، په کړاو او مصیبت کې اچوي، چې لري يې هم، خو له ناشکرې ورته فکر او پام نه کوي، سربېره په ډېری هوساینې او آرامتیا کې، د کمترې اؤ ناکامتيا احساس کوي.
په زړه کېږي مې؛ چې کوچني وم، د کور مخې ته مو د مڼو لوي او ښايسته باغ درلود، زما په ګډون به د کور ماشومانو او همزولو پکې لوبې کولې، دا لوبې به مو زیاتره له خټو څخه پر کوچنيو کورونو راڅرخیدي، چې یوازې دیوالونه به يې لرل، د ورځې به زیاتره وخت په باغ کې وو، او ماښام به د کور په لور په داسې شکل روان وو، چې د ګردونو او خاورو له امله به مو؛ لاسونه او پښې ځای ځای خراب شوي وو، د همدې لوبو له امله به مو ځینې وخت زړه نه کېده، چې کور ته لاړ شو، لامل یې د نه تلو دا وو، چې چا به دبل چا په لوبه کې کار نه لرلو، هر يو ځانته کور جوړولو، خو موږ ته به د بلاګانو او لېوانو کیسې؛ چې ګواکې هغه مو وېروي او خوري مو، نو له همدې امله به په خپل وخت کور ته لاړو. کله چې به روان وو، نو ټولو به ویل چې کاش دا شپه نه وي، نورې لوبې به هم کړې وي، خو خیر کور ته به لاړو، د شپې به مو له خټو او خاورو څخه جوړ کورونه په سترګو کې تاوېدل، چې څوک یې رانه وران او ړنګ نه کړي. سربېره په دې موږ نه پوهېدو، چې هغه ځای کې چې موږ لوبې کوو، یو ډاډمن او د آمن ځای دی، او څوک پکې کار او غرض نه لري.
خو بیا هم… دې خبرو ته موږ پام، نه وو کړي.
بس شپې او ورځې تېرېدې، خو داسې سهار هم راغی، چې وېره مې په حقيقت بدله شو، کله به چې د باغ په لور ولاړم، د لوبو ځای ته به چې ورسېدم یوازې زما کور به پکې ړنګ وو، او نور ټول به پکې روغ جوړ وو.
پر له پسې داسې څو ځلې وشول، په علت یې نه پوهېدم، چې د لوبو ځای ته به ورسېدم، زما د خټو کوچني د لوبو کور دیوالونه به ړنګ وو.
زما به جوړول وو، او د نامعلوم کس به ورانول وو، یوه ورځ مې خپل همزولې ماشومان، ملامت کړل، چې تاسو زما کور ړنګوي، خو هغوې ټولو به ویل؛ چې موږ د اول نه ویلو وو: چې د بل چا په کار غرض نه لرو.
وخت تېریده، د نورو ماشومانو غوندې زما هم زړه نه صبرېده، او له خټو به مې کور جوړولو، او ماښام نږدې به د نورو ماشومانو سره په ګډه کور ته روان وو، خو د تېر په څېر به دا غوښتنه او هیله د تېر وخت په پرتله راسره زیاته وه، چې کاش تل ورځ وې، او شپه نه وې ځينې وخت ناوړه فکرونه، ستاسو د ژوند بد وختونه ستاسو مخ ته راولې.
ډېره هڅه کوئ، چې د خپل هر سخت کار په وړاندې مثبت فکر ولري، مثبت فکر هغه څه دي، چې فزیکي او روحي ځواک مو زیاتوي، او بالاخره بریالیتوب تر بریالیتوبه مو رسوئ.
په بې شکرې او وېرې سره ځینې؛ هغه کارونه مه ممکن کوئ، چې ستاسو په ژوند بده اغېزه لري.
پورته زما د ماشومتوب کوچني غوندې کیسه همدې ته ورته مطلب لري، چې د انسان ژوند د هغه په فکر افکارو پورې اړه لري، چې یو انسان د خپل ژوند کارونو او چلند ته په څه نظر لري، هماغه ډول به ترې پایله اخلي. غوره فکر هغه څه دي، چې روحي ځواک سربېره ورسره فزيکي ځواک ورسره خورا فعال او پیاوړی کېږي. او څنګ کې ورسره بل مهم ټکی، هغه دا دي، چې تل هغه څه چې لري، پرې شکر ګوزاره اوسئ، تر څو ژوند مو په هغه څه په کړاو نه کړئ، چې لري یې هم، خو د خپل بې ځایه حرص له امله مو ژوند ورسره په کړاو کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب