سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي، خلیلزاد تر ټولو د لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ سبب بولي

امریکايي چارواکي، خلیلزاد تر ټولو د لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ سبب بولي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۰) په داسې حال کې چې رویټرز خبري اژانس ته ګڼو اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا په تاریخ کې دې هیواد ته تر ټولو لویه دیپلوماتیکه ماتې اړولې، نوموړي نن په څو ټویټونو کې له افغانستانه د ۲۵۰ تنو د خوندي ایستلو یادونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو په باور که د خلیلزاد ناکامه یپلوماسي نه وای، لسګونه زره افغانان او امریکایان به نه مجبورېدل چې په دې ډول له افغانستانه ووځي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد  پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، په تېرو دریو ورځو کې د  لسګونه امریکايي وګړو او د متحدوایالتونو د دایمي ویزو د لرونکو په ګډون له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي دي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا دا کسان د قطر د هوايي شرکت په الوتنو کې وتلي دي. خلیلزاد دا یو مثبت پرمختګ بللی دی. هغه له طالبانو څخه په دې مهمه چاره کې د همکارۍ په خاطر مننه کړې.

ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له قطر، طالبانو او نورو اړخونو سره تماسونه به دوام وکړي څو له افغانستانه د امریکايانو، بهرنیو وګړو او هغو افغانانو خوندي وتل یقیني شي چې غواړي ووځي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي، د هغو اوسنیو او پخوانیو امریکايي دیپلوماتانو  او چارواکو په وینا، چې دغه اژانس ورسره خبرې کړي، خلیلزاد د افغانستان لپاره دامریکا د باندنیو چارو د ځانګړي استازي په توګه په درې کلن ماموریت کې تر ټولو د لويې دیپلاماتیکې سبب شوی دی.

خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه له طالبانو سره له اتلس میاشتنیو خبرو وروسته موافقه لاسلیک کړه.

په دې موافقه کې ویل شوي وو چې ټول امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ د مې تر لومړۍ پورې له افغانستانه وځي او په مقابل کې به یې طالبان القاعده او نورو تروریستي دلو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کار واخلي.

په دې موافقه کې د افغانستان د جګړې او راتلونکې په اړه ظاهراً هیڅ تضمین نه دی ورکړل شوی.

2 COMMENTS

  1. Greetings Taand
    I was unable to find the accuracy source of ” American Authorities ” blaming Mr. Khalilzad for policy failure related to Afghanistan. Thanks

  2. خائين او د افغان ملت دوښمن خلیلزاد له خوا افغانستان ته د تباهی بحران راوستل شوۍ دی ، همدا لعنتی خائین وو چی د بی سواده تربیه شوو قاتلینو څخه د سلاح جمع کولو پروګرام ئي سبوتاج کړ ، همدا لعنتی خائين خلیلزاد وو چی ټول قاتلان او فاسد دیموکراتان؟ ئی د همه شمول شعار لاندی د ملت په اوږو سپاره کړل ، همدا جاسوس او خائين وو چی قاتل بی سواده طالبان ئی دوباره په ارګ داخل کړل ، همدا خائين خلیلزاد د افغانستان ملت په وینو او تباهی ملیاردر شو او د همدی خائين له برکته د امریکا دولت په جهان کښی د علنی بدنامی او بی اعتباری سبب شوۍ دی او دا وحشی ظالم خونخوار د منافقت دوامداری لپاره هم د قاتلو تنظیمونو او هم د قاتلو طالبانو سره ددوستی اړیکی دوامداره ساتلی دی او هم نږدی همکارانو ملګریو مینځ کښی ئی چیغی وهوونکی دوکتور اشرف غنی په بی شرمی شکل سره تیښتی ته مجبورکړ او اوس ئی ملی خائينین کرزۍ او عبدالله محکم په غیږ کښی نیولی او د بی سواده قاتلو طالبان په څنګ کښی دوی دده راتلوونکی لعین پلان لپاره ساتل کیږی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب