سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د امرالله صالح ورور دوی نه دی وژلی

طالبان وايي، د امرالله صالح ورور دوی نه دی وژلی

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۰) طالبانو نن دا ادعا رد کړه چې ګنې د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ورور روح الله (عزیزي) صالح دوی وژلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو د خپلې ویبپاڼې الامارې په اردو برخه کې ویلي چې روح الله صالح په پنجشېر کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی نه دا چې دوی نیولی او بیا وژلی وي.

تر دې مخکې پرون د امرالله صالح زوی عبادالله صالح رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې طالبانو د ده کاکا روح الله صالح (عزیزي) د پنجشنبې په ورځ وژلی دی.

طالبانو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول پنجشېر ولایت یې نیولی دی.

خو د دوی وسله وال مخالفان وايي چې د پنجشېر په ځینو سیمو کې د طالبانو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب