Homeخبرونهمیدوېدیف: امریکا په افغانستان کې په ځان متکي پوځ جوړ کړی و

میدوېدیف: امریکا په افغانستان کې په ځان متکي پوځ جوړ کړی و

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۰) د روسیې د امنیت شورا مرستیال وايي، امریکا په افغانستان کې داسې پوځي سیستم جوړ کړی و چې د امریکا له ملاتړه پرته یې دوام نه شوای کولی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دیمیتري میدویدیف نن /شنبه/ په یوه مرکه کې وویل، د امریکا حکومت د افغانستان له پخواني حکومت سره د ملاتړ په دوام کې پاتې راغی.

ده زیاته کړه «پینتاګون د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه وروزل او په وسلو یې سمبال کړل. خو د وروستیو میاشتو انکشافاتو وښوده چې دې ځواک د امریکا له ملاتړه پرته دوام نه شوای کولی.»

د روسیې د امنیت شورا مرستیال همداراز وویل، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان وسله والو ځواکونو وښوده چې د امریکا له پیسو او ملاتړه پرته د جګړې اراده نه لري. دوی په اسانه ولسوالۍ او ولایتونه او حتي د هیواد پلازمېنه بې جګړې پرېښوده. په افغانستان کې د امریکا له لوري ټول جوړ شوي پوځي تاسیسات له خاورو سره خاورې شول.

د ده په وینا د افغانستان په جګړه کې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان او ۴۰ زره ملکي افغانان ووژل شول او تر ۷۵ زره ډېر نور ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...