سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+زموږ فخر زموږ پاچا / ځلا نور

زموږ فخر زموږ پاچا / ځلا نور

د ظالم پيرنګي تر څنګ په پښتنو باندې بدو او ناوړه رواجونو هم حکمراني کوله، د دې حکمرانۍ تر ټولو لويې غلامانې ښځې وې. د هغه وخت پښتانه په تورو تيارو کې پټ وو، فخر افغان پاچاخان چې يو اصيل پښتون او ښه مسلمان و، دی په دې فکر و چې په کومه ټولنه کې ښځې وروسته پاتې وي، هغه ټولنه معيوبه وي او پرمختګ نشي کولی. ده د نورو ښځو د بيدارۍ تر څنګ په کور کې خپلې ميرمنې ته هم  په لوړ غږ اخبار وايه، د دې نه يې موخه دا وه چې په ښځو کې سياسي شعور راپيدا کړي. ده ښځې له سړيو څخه ښکته نه ګڼلې، د دوی برابرۍ ته يې په هر ځای کې پام کاوه، ده په خپله ټولنه او ګاونډ کې ليدل چې ښځې هغه پاتې شونې خواړه خوري چې له سړيو نه پاتې وي، ښځې له سړيو سره يو ځای پر دسترخوان نه کيناستې، پاچاخان دې ته موتوجه و، د دې دود ځينځير يې لومړۍ په خپله مات کړ او په لومړي ځل يې ښځې له سړیو سره پر يو دسترخوان راغونډې کړې. ده ښځو ته يوازې حق نه ورکاوه، بلکې ښځې يې له خپل حقه خبرولې او پکې يې د حق غوښتلو جذبه او جرئت راويښاوه. پاچا خان ژوند يوازې د مينې او انسانيت کتاب باله، په دې کتاب کې يې د نفرت کلمې ته ځای نه ورکاوه. هغه غلی غږ چې د خپل پلار په مخکې نه و پورته شوی، پاچاخان ترې برغولی لرې کړ او په لر او بر کې يې راپورته کړ، دا نن چې په (پي ټي ايم) کې د سړيو سره ښځې څنګ په څنګ ولاړې دي او خپل حق په جرئت غواړي، دا يوازې د فخرافغان برکت دی. ده لومړۍ قدم له ځانه پورته کاوه او ويل به يې چې پښتانه ښه خلک دي، کوم کار چې پر دوی کول غواړې اول يې بايد له ځان نه شروع کړې. دی يو نيکعمله زوی او مينه ناک خاوند و، ده دا خبره غلطه ثابته کړه چې ښځه په ځوانۍ کې د پلار، له واده وروسته د ميړه او په زړښت کې د زامنو خدمتګاره ده، ويل يې څوک چې د خپل کور ښه خدمتګاره جوړيدلي شي، هغه د ټولنې خدمت هم په ښه طريقه کولی شي. ده علم په نر او ښځه فرض ګاڼه او خپله لور يې په داسې حال کې مکتب کې واچوله، چې هغه وخت چا په هلکانو تعليم نه کاوه. 

نه پوهېږم ولې مې د (زما ژوند او جد و جهد) په لوستو ذهن ته سيرت نبي راتلو، شايد علت به يې دا و چې د پيغمبر ص په وخت کې هم پر ښځو زور زیاتی اوج ته رسيدلی و، زما په اند له پيغمر ص نه وړاندې دور ځکه په جاهليت مشهوره ده چې ښځه پکې انسان نه بلل کيده.

کله چې محمد ص پيغمبر شو، ښځو ته يې لوړ مقام او منزلت ور په برخه کړ. محمد ص هم د ښځو په اړه لومړۍ پيل له ځان څخه وکړ، له وحې وروسته يې ځان د بي بي خديجې رض په ټيکري کې ونغښت، خپل درزيدلی زړه يې همدلته ارام کړ، هغې ايمان پرې راوړ، که ژور فکر پرې وشي، دا د ښځو لپاره وړه پېښه نه وه.

د پاچاخان له سپيڅلې مبارزې کابو سل کاله وروسته چې دا مقاله ليکم، د فکر مارغه مې څوارلس نيم سوه کاله وړاندې پرواز وکړي، نو په زړه کې مې د ايمان او د سپيڅلې پښتنې رڼا چينه راخوټېږي او له خولې نه مې بې واره دا ټپه ووځي:

که له زلمو نه پوره نه شوه

فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه.

4 COMMENTS

  1. “د پاچاخان له سپيڅلې مبارزې کابو سل کاله وروسته چې دا مقاله ليکم، د فکر مارغه مې څوارلس نيم سوه کاله وړاندې پرواز وکړي، نو په زړه کې مې د ايمان او د سپيڅلې پښتنې رڼا چينه راخوټېږي او له خولې نه مې بې واره دا ټپه ووځي:
    که له زلمو نه پوره نه شوه
    فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه.”
    :Indeed he did a lot for India but not for Pashtuns
    His fatal mistake was choice of ” nonviolent way of struggle ” which always work for being majority in a nation but never work for minority If he had a wisdom to put ten thousand young Pashtuns in the front fighting line then, todays outcome will be much better

  2. انسانانو په تولو ادوارو د تاریخ کی یا د اللهی ارشاداتو چی پیغمبران یی معلمین وو یا د خپلو تولنو له تجاربو سخه قوانین زده کری او عملی کری او انسانی تمدن یا بقا د بشر یی تر مونگ پوری رارسولی. په هر صورت :- خبره د خزو د حقوقو او د خان عبدالغفار خان دی نظریی او تگلاری مو راسپنلیی، ستاسو سخه مننه وروره چی دی ته مو هسوی تر سو نور هم پلتنی وکرو معلومات راتول کرو او زمونگ د تولنی د تباهی یا خیرازی علتونه پیدا کرو، مطالعه او تحقیق وکرو چی چا سومره په زای عمل کری ؟
    او په دی لند یوه ژوندانه کی زمونگ مخکینیو مشرانو خپل نظریات له چا زده کری وو ؟
    د خدایی معلمانو یا د شیطانانو او یا هم د خپلو مغزو سخه؟
    بیا ویلای شو چی دا شخص په شو القابو ارزی او که نه ؟ لکه بابا، فخر افغان، علامه او داسی نور .
    زما له پاره شخصا محک او اصل قرآن عظیم الشان دی نه زما عقل او نه دبل انسان عقل ولو که دی بابا وی یا پروفیسر یا علامه یا مولوی مجتهد یا داسی نور .
    زه یو چانس په دی دنیا لرم نه غوارم په تکر کی د قرآن عظیم الشان سره مر شم، او پتی سترگی می بابا یا مجتهد ما واخلی او زما خالق رانه خفه کری.
    مننه له لوستو سخه مو

  3. Gandhi representing then vast majority in India could simply ordered his people to block all British offices and roads peacefully. Pacha Khan representing about 6% of India then, had NO SUCH CHOICE

  4. سلامونه
    زه د خور آغلې ځلا نور بي بي سره هم فکر یم .
    که پښتنو په رښتیا د فخر افغان پاچا خان عبدالغفار خان بابا په نقش قدم ‘چې ،البته هغه پخپله ډېر متقي او ښه مسلمان پښتون افغان و او متمدن او مترقي انسان و ،،د سولې او عدم ې تاو تریخوالي لیار او دخدايي خدمتګارانو ستراتیژي پلې کړې وای ؛
    او له بلې خوا انګریز او د جناح هرمونو او پشتون دشمنه عناصرو ورپسې د هندو، سرخپوش ، … شیطاني تبليغ نه کاولای
    اوس به پښتونخوا د بین المللي تروریستانو ځاله نه ګرځول کېدله؟؟؟!!!.
    هر ولس په نړۍ کښې ځانته لارښود مشران درلودل او لري ېې چې د دنیا تاریخ له همدوی جوړ سوی. فخر افغان بابا او خان عبدالصمد خان یا خان شهید له همدې رهبرانو له جملې ول؛ چې د یوڅو کلدارو مردارو چهودریانو او انګلو ساکسونو امیریکن ګوډاګیانو په اوتو به وتو نشې پټیدای.
    ارواحې دې په جنت وي او تګلاره ېې زمونګ د پښتونولي او افغانیت مشال!.
    -اتفاق په پښتانه کښې پیدا نه شو++++ ګنې ما به د مغول ګریبان پاره کړ!( ارواښاد خوشحال خان خټک بابا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب