دوشنبه, مې 20, 2024
Home+حکومت باید د مثبت انتقاد زغم ولري

حکومت باید د مثبت انتقاد زغم ولري

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

زموږ په هېواد کې دا لمړى ځل نه دى چې واک په يوه ځانګړي ګوند، قوم او ډله پورې انحصار مومي. موږ د واک د انحصار اوږد تاریخ لرو. څلور لسیزې وړاندې خلق او پرچم د همدغې بدبختي بنسټ کيښود او نورو نظامونو په مسلسله توګه دغې شومې پديدې ته وده ورکړه او هر نظام د خپلو توجیهاتو په مطابق خپل نظام پراخ بنسټه او ټول شموله ګڼلى دى. دادى نن دغه ستونځه زمونږ د سياسي کلتور برخه ګرزيدلى ده.

د کابل له نيولو وروسته د طالبانو له رسمي بيانيو څخه داسې ښکاريده چې طالبان دغه بدمرغه دود ته د پاى ټکى ږدي، خو په عمل کې بل څه رامخته شو. کيداى شي لامل يې ددغې ډلې په منځ کې د ذهنيتونو ترمنځ واټن، يا هم په مسلکي او د هغوى له ليکو څخه په بهر اشخاصو باندې د باور نه کول د دغه تحریک ستره نيمګړتيا ګڼلاى شو.

د افغانانو ترمنځ جګړو نورو لاملونو هم شتون درلوده، خو عمدتاً د افغانانو ترمنځ جګړه د واک ترلاسه کولو لپاره د انتقام له روحيې سره جوخت شاليد لري. طالبان شل کاله وړاندې د  شمالي ايتلاف د توپکو او امریکا د بمونو په زور له واک څخه شړل شوي وه. اوس داده د طالبانو وسلواله بريا زمونږ په هیواد کې د انتقامونو ځنځير ته يوه بله کړئ وراضافه کړه.

اوس له واک څخه بى برخې شوې شمالي ټلواله يو ځل بيا له له تيرو شلو کلونو راهیسې له دولتي امکاناتو څخه په ناروا توګه د امتیازاتو اخيستلو  سره سره  د خپل مادي حرص د اشباع په موخه له ولس څخه د طالبانو د حکومت په وړاندې د قيام کولو غوښتنه باندي د شرم او عار احساس نکوي.

زه مدني حرکت او د بيان آزادي د ولس مسلم حق ګڼم. مثبت انتقاد او د بيان ازادي په ديموکراسي پورې تړل، يا له اسلامي وياړلي تاريخ څخه بي خبري ده او يا هم د سوټي په زور د جابرو مشرانو په فرمايش  ولسي جبري اطاعت او يا په ماډرنه اصطلاح د ړوند تقليد لپاره د درباري علماو لخوا سليقوي کړنه ده چې هر ډول مخالفت ورباندې ځپل کيداى شي.

اوسني چارواکي پريښتې نه دي. انسانان دي او زموږ د رنځورې ټولنې يوه رنځوره برخه جوړوي. تشي لري، نيمګړتياوې لري، سهوې کوي، عيبونه لري او منفي اړخونه لري. دا جدا خبره ده چې هغوى ته خپل عيب نه ښکاري. دغه نيمګړتيا په ټولو انسانانو کې شتون لري. هغه د پښتو متل دى چې وايي “خپل عيب د ولي منځ او پردى د کلي منځ دى”. زه منم چې کابينه يې مسلکې نه ده. کار به اهل کار ته نه وي سپارل شوي د عدالت اصل په نظر کې نه دى نيول شوى او په بادى النظر داسې نه ښکاري چې موجوده کابينه دې د ولسي هيلو د تحقق وړتیا ولري، خو موږ يې سخت مخالفت ددې لپاره نکوو چې هيواد ته مو زيان رسيږي.

د بهرنيو ځواكونو په وړاندې مبارزه جدا بحث او د توجیه وړ ده، خو زه د پنجشير په شمول په افغانستان کې هر وخت او د هر چا لخوا د کورنئ جګړې مخالف پاتې شوى يم. که يو ځل طالبانو د توپک په زور ټول افغانستان باندې خپله سلطه ټينګه کړه نو اړتیا نه وه چې د پنجشير مشرانو د نظام د بدلون او واک کې د خورا سترې برخې غوښتنه کړې واى.

اوس د ټلوالې سياسي دوکانداران چې واک يې له لاسه وتلئ دى بيا د افغانانو له سپيڅلو احساساتو څخه په ګټه اخیستنې چيغې پيل کړى چې د هغوى د ماتې او تېښتې لامل پاکستاني جنګي الوتکې دي چې د هغوى سنګرونه يې بمبارد کړل. عجيبه خو لا دا ده چې دغه افغانان اوس هم د پاکستان په غيږ کې پراته دي او د پاکستان په مرسته له طالبانو څخه د واک د يوې برخې خيرات غواړي.

ايا زموږ پنجشيري افغانان وروڼه دومره بې همته شول چې په پنجشير کې د هر ډول جنګي وسائطو الوتکو، توپونو ټانکونو او نورو وسلو سره سره د پنځابي الوتکې يوه بمبارد د هغوى په اصطلاح د مقاومت روحيه وځپله او تېښتې ته يې اړ ايستل؟ نه نه نه! زما پنجشيري وروڼه خو څه چې پنجشيرۍ خويندې هم د پنجاب د هرډول ګواښ او زور په وړاندې لکه د پامير د غره په شان دريږي او مقابله يې کوي.

پاکستان په اويا کاله کي له هندوستان څخه کشمير ازاد نکړاى شو نو په يوه ورځ کې زما د زمريانو خاوره پنجشير او په لسو ورځو کې ټول افغانستان څنګه نيواى شي. راځئ که خپلمنځي دښمني هم ولرو، خو خپل ملي شهامت او شجاعت  ته به په درنه سترګه ګورو او د خپل ملت د همت څلي به په خپله نه نړوو. د افغانستان سپيڅلي شهيدانو ارواح به څومره نا ارامه کيږي چې د پنجشير د نيولو افتخار يوه  کمزوري هيواد ته منسوب وګرزي. هغه پنجشير چې انګليس شوروي او امریکا مات نکړاى شو پاکستان به يې څنګه او ولې ماتوي؟

زه د افغانستان په شخړو کې  د پاکستان د لاس وهنې له امله تر ستوني پورې رسيدلي يم. نوموړئ هيواد زموږ جګړو ته په لمن وهلو کې غوښن لاس لري او دغه تګلاره نه يوازې افغانستان د تباهۍ کندې ته اچوي بلکې په بالقوه توګه پاکستان ته هم ستر مشکلات ايجادوي. البته زه د لاسوهنې او جګړې ترمنځ خورا ستر توپیر وينم. هغوى د افغانانو ترمنځ له اختلافاتو څخه په ګټه پورته کولو د جګړو اور ته لمن وهي، کله يو اړخ او کله بله خوا  په شا باندې ټپوي، بل ورور ورباندې ووهي او کله هم ټول افغانان په امریکا باندې بمبارد کړي، خو د افغانانو په وړاندې د مخامخ جګړې وړتیا نلري.

اوس نو په اصطلاح د دوهم مقاومت بړيڅى احمد مسعود ولس ددې لپاره جګړو ته هڅوي چې نوموړى په افغانستان کې د کورنیو جګړو په مهال،  د شپيته زره کابليانو د وژلو، د جهاد د بدنامولو او د واک د حرص په تنور کې د هيواد د سوځولو له امله د ملي اتل شوي زوى دى.
.
په تيره شل کلنه ديموکراسي کې د حکومت او زورواکانو ترمنځ د معاملو لپاره دا يو دود ګرزيدلى وو چې زورواکانو به د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره حکومت له خوږ ګوتې څخه نيوه او ستونځې به يې ورته ايجادولې. هر ولسمشر به يې بليک ميل کاوه، تر څو د هغوى د فساد او غصب په کړنو سترګې پټې او دوسيې يې ورکې کړي. که د کوم تقلبي اتل زوى ته به د هغوى د خوښې پوست ورنکړل شو، نو جګړه پيل کيده، که د زورواکانو زامن به له ديپلوماتيکو پوستونو څخه لري شو، نو اسمان راولويده.

که د جنګسالارانو زامنو به د خپل هوا او هوس د غوښتنو پوره کولو لپاره په لکونو ډالر د عياشي سامانونه لکه لوکس موټرونه اسونه او جنګي سپي پيرل او د هيواد نور ځوانان به له لوږې او بيوسئ هيواد پريښوده، نو هيڅ خبره نه وه. که زورواکانو ته په کابينه کې ځاى نه واى ورکړل شوى، نو جنګ پيليده او قيامت راته. که به د جنګي مشرانو لخوا په نا قانونه توګه د قيمتي کاڼو ايستل او سوداګري بنده شوه، نو د وينو لښتي به بهيدل، که د جنګسالارانو بيسواده او نيمه زده کړي زامن په لوړو دالري معاشونو باندي نه ګمارل کيدل، نو مقاومت فرض ګرزيده، که دولتي قرادادونه د زورواکانو لخوا معرفي شويو خلکو ورنکړل شول، نو افغانستان ت فدرالي نظام غوښتنې زور اخيست او بالاخره جګړه باید د غريب ولس زامن د سرونو په بيه تر هغو پورې په مخ يوسي تر څو چې نازدانه ګانو ته حکومت باج ورکوي. اوس نو پوښتنه دا ده چې اخر تر څو به زموږ ملت کله د يوه او کله د بل لوري په غوښتنه د واک بيرته اخيستلو د انتقام په لمبو سوځي؟

په درنښت،
د ودان او هوسا افغانستان په هیله!

2 COMMENTS

  1. زمونږد زړه او په ځای خبری دی کړی
    مونږ باید داحساساتو پرځای دسړې سینې کارواخلو او د افغان ولس دکړاونو اصلي عوامل هیر نه کړو۰

  2. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب سالارزى صاحب محترمه
    بس له هيچا څخه مې هيڅ ډول امتیاز نه دى غوښتنه خو هيواد خو مو شريک کور دى. هر چا ته مو لمن وغوړوله خو نه اوبو او نه هم ويدو شور وخوړ. اوس خپل وجدان ته پړه نه يو.
    الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب