کابو يوه پيړۍ کېږي چې زموږ فکر متشدد شوی دی، ويل کېږي چې د انګريزانو له حملې مخکې افغانان هغه قوم و چې لوړ فکر يې درلود، دوی د يونانيانو غوندې هغه څه منل چې ورته معقول وو، خو کله چې امان الله خان ملايانو او دينکارانو راوپرځاوه، له هغه وخته تر اوسه بيا افغانانو فکري وده نه ده کړې، زه وايم چې د نړۍ په لومړيو درجو هيوادونو کې به وي چې اکثريت وکړي يې لويدلی فکر لري. دلته هر وخت هغه واکمنان تکفير شوي او ان وژل شوي دي چې ازاد فکر يې درلود او غوښتل يې چې د افغانانو فکري لوړتيا ته کار وکړي. دلته د شخصيتونو يوازې د مذهب په تله تلل کېږي، او د دوی د مذهب تله هم تر نورې اسلامي نړۍ متفاوته ده، لکه دوی چې دا تله په خپله فکري اهنګرۍ کې جوړه کړي وي او د خواشينۍ خبره خو دا ده چې اکثريت خلک دلته د ازاد فکر پر ځای په يوه داسې مذهبي دايره کې راګير دي چې له قران سره هم سر نه خوري او د نړۍ په يوه هيواد کې هم داسې وکړي نشته چې دا ډول وچ او جامد مذهبي فکر دې ولري. همدې فکر زموږ عقل ړوند کړی دی، هغه کس راته ښه ښکاري چې ظاهري بڼه يې ملاډوله وي او د راتلونکې پر ځای يې د کولمه په ماضي پسې تړل شوي وي کې. دلته امان الله خان متفکر او يا روڼ اندی نه يادېږي، بلکې د ملايانو له خوا د ظل الله لقب ورکول کېږي چې يو نه يو ډول يې په مذهب پسې وتړي او د خدای سيوره يې وبولي. خو چې کله کارونه د ملا په خوښه نه وي روان. نو خپل لقب ترې اخلي، بې دينه او مرتد يې بولي پر وړاندې يې له يوه غله او بدماش سره درېږي او بيا هغه ته خادم دين رسول الله لقب ورکوي، د خدای سيوری بيا د پيغمبر پر خادم جارو کوي. له بده مرغه کلکاني اوس هم د ځينو مجاهدينو اتل دی.
په افغانستان کې اتل او د نامې سړی هغه دی چې جګړه مار وي. احمد شاه مسعود د افغانستان مشهوره جنګي څيره ده، په ژوندوني خو يې وطني شتمنۍ وځبيښلې، اوس يې مړی هم په کراره نه دی پروت، قبر يې سم لکه د پاچا ماڼۍ، چې مړی يې هم پر ولس پاچاهي کوي. نجيب چې د مذهب څپېړو خوړلی، نه يې قبر شته نه يې څوک په خلاص زړه نوم اخيستلی شي. رشيد دستم که جګړه مار نه وای، دومره واک او ځواک به يې نه چليده، همدارنګه حکمتيار، سياف، رباني…. هر يو جکړو د يوه حزب مشر کړی دی. په افغانستان کې داسې لوی ګوند نشته چې په فکري ډول دې رامنځته شوی وي. دا څو لوی حزبونه يوازې جهادي او جنګي مخينه لري، همدې جګړو مشهور کړي او واکمنۍ ته رسولي دي.
دلته هغه څوک پاچا او اتل دی چې په جګړه کې مخکښ وي، ولسمشرغني ځکه د مچۍ غوندې په جال کې راګير و چې دا جال د جګړه مارو ډولو له خوا ورته اچول شوی و، که څه هم ده يې څو ځله د شکولو هڅه وکړه، خو غني نه و خبر چې د دې غڼې تر شا ماران، لړمنان او آن ښاماران هم ملګري دي. نو غني مجبور شو چې جګړه مار ولمانځي، او په حګومت کې ښه او غوښنه برخه هم ورکړي، همدا لامل و چې حکومت کمزوری شو، وزبېښل شو، جمهوريت او ډيموکراسۍ ته زيان ورسيد، هغه، ولس دې ته مجبور شو چې هر څه هېر کړي، پرمختګونو سترګې پټې کړي او د سر د امان په خاطر د خپلو قاتلينو په غېږو کې پناه واخلي..
طالبانو له راتګ سره داسې خبرې پيل کړې چې خلک يې خوشبين کړل، تېرې کړنې يې خپله ناپوهي ياده کړه، خو چې کله يې حکومتي ساخت يا کابينه جوړه کړه، له تېر نه وراوښتي وه، ښکاره شوه چې دوی اوس هم په ماضي کې بند دي، دوی په هيچا هم باور نه کوي او پر هغه چا خو بيخي بې باوره دي چې د غني په جمهوريت کې يې لوړې دندې درلودې. طالبانو ته محترم هغه دی چې له دوی سره يې په جهاد کې برخه اخيسې وي، چا چې ډېره قرباني ورکړي وي، هغه تر نورو غوره او لوړ بلل کېږي. ګني د دين اصل خو دا دی چې کار بايد اهل کار ته وسپارل شي او يو کس چې پر دنده ګمارل کېږي، د تقوا سره بايد د ورسپارل شوي کار وړتيا او استعداد هم ولري، خو دوی د دوين دا ځای و نه مانه او قرباني يې هم د خدای او ولس لپاره نه وه، بلکې د خپلو چوکيو لپاره وه.
طالبان به داسې نظام جوړ کړي چې د دوی د بقا ضامن وي، د دوی د امارت پر وړاندې چې هر خنډ موجود وي، دوی به يې په سختۍ له منځه يوسي، که چيري دا نظام بيا هم له منځه لاړ، افغانان به بيا د هغو جګړه مارانو لاس ته پرېوزي او په حکومت کې به بيآ زياته ونډه او امتيازات د هغه چا وي چې د طالب پر وړاندې يې مقاومت او مبارزه کړي وي او د هغوی پر وړاندې يې خپل غږ اوچت کړی وي.
افغانان يو غټ مشکل دا هم لري چې تعليم يافته کسان يې خپلواک نه دي، کابو ټول په يوې نه يوې جنګي او حزبي کړۍ پسې ګنډه دي،دوی ځکه داسې کوي چې وطن کې يې چندان د تعليم او پوهې قدر نشته، نو د دندې او ګيډې ډکولو لپاره مجبور دي چې يو چا ته پنا وروړي او د هغه د ټوپک تر سيورې لاندې خپل قلم وچلوې.
تر هغه به افغانستان له مشکل سره مخ وي تر څو چې دلته واک له جنګي ډولو سره وي، ځنې هيوادونه په جنګي ډلو کې خپلې ګټې ګوري نو مشکله به وي چې افغانستان دې زر د دې ښامارانو نه ازاد شي.