پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهافغانستان ممکن د کرکټ له نړیوال شل اوره جام څخه محروم شي

افغانستان ممکن د کرکټ له نړیوال شل اوره جام څخه محروم شي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۹) د استرالیا د ټیستلوبو کیپتان ټیم پاین وايي، امکان نه شته چې افغانستان ته دې راتلونکې میاشت د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

پاین وايي، د دې لپاره دا باور لري چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر سپورت بندیز اعلان کړی دی.

د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې ښځې به پرېنږدي چې کرکټ یا نور سپورتونه وکړي ځکه چې بدن یې خلک ویني.

سره له دې چې افغانستان تر دې مخکې هم د نجونو د کرکټ ټیم نه درلود خو افغانستان رسماً نه و ویلي چې د نجونو لپاره کرکټ منع دی.

د وثیق څرګندونو په نړۍ کې د افغانستان په وړاندې غوسې پارولي دي.

د استرالیا د ټیستلوبو کیپتان ویلي چې په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې به ښايي هیڅ هیواد حاضر نه شي چې د افغانستان له لوبډلې سره مسابقه وکړي ځکه چې دغه هیواد د نجونو پر سپورت بندیز لګولی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي د مقرراتو پر اساس د دې شورا غړي باید د ښځو لوبډله ولري.

افغانستان سره له دې چې د نجونو لوبډله نه لرله خو دا یې نه و ویلي چې د نجونو د سپورت مخالف دی.

له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا له لوري له افغانستان سره د ټیستلوبې پر لغوه کېدو خواشیني ښکاره کړه.

ټاکل شوې وه چې د دوو هیوادونو ترمنځ د نومبر په ۲۷ ټیست سیالي وشي.

2 COMMENTS

  1. طالب ته زما توصیه دا ده چې د خدای په لحاظ لږ اهلی شی او مدنیت ته مخه کړی او د افغانستان شهرت او باور ته نور لدی زیات زیان مه رسوی. تاسو او حکومتداری ډیره لری خبره ده ، پوهیږم جې د قدرت او حکومت کولو ډیر حرص لری او یوه طماع ډله یاست چی د قدرت د لاسته راوړلو لپاره مو دا تیر شل کاله د زرګونو افغانانو وینه وبهوله. خو د حکومت کولو جل او هنر هم زده کړی. دی وثیق یی څه له کرکت سره ته خو هاسی د استخباراتو سړی یی، خپل کار دې کوه. بدبختی دا ده چی طالب له دین او مذهب څخه د یوی وسلی په توګه کار اخلی او بیا خپله بی کفایتی، ضعیف مدیریت او د حکومت کولو نه ظرفیت دی همدی وسیلی په توګه پــــــــــــــټــوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب