جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو د نوي حکومت د لوړې مراسم لغوه کړل

طالبانو د نوي حکومت د لوړې مراسم لغوه کړل

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۹) د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یو غړی انعام الله سمنګاني وايي، د موقت حکومت د لوړې مراسم لغوه شوي دي.

سمنګاني نن / جمعه/ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي «د افغانستان د نوي حکومت د پرانیستنې مراسم څو ورځې وړاندې لغوه شوي. د دې لپاره چې خلک له نامعلوم حالته راووځي د اسلامي امارت مشرتابه د کابینې یوه برخه اعلان کړه، او کار یې پیل کړی دی.»

ده هغه راپورونه رد کړل چې ګنې طالبان د سپټمبر په یوولسمه د نوي حکومت د لوړې مراسم جوړوي.

د سمنګاني له څرګندونو داسې ښکاري چې طالبان له لویه سره د لوړې مراسم نه جوړوي.

تر دې مخکې روسیې ویلي و چې خپل سفیر به مراسمو ته ولېږي.

عموماً د نړۍ هیوادونه د نویو حکومتونو د لوړې مراسم جوړوي او خپلو دوستو هیوادونو ته بلنې ورکوي.

ځینو طالبانو ویلي چې دوی روسیې، چین، پاکستان، ترکیې او ایران ته بلنلیکونه استولي وو.

1 COMMENT

  1. Such an opening will not be much of an event, because governing power from A to Z is in the hands of Talib/Mullah as if there are lack of other types of human being there!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب