شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه پنجشېر کې د پوځي مهماتو یوه بې ساري زېرمه را لوڅه...

په پنجشېر کې د پوځي مهماتو یوه بې ساري زېرمه را لوڅه شوه

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۹مه) — د پنجشېر ولایت په یوه برخه کې د غلا شویو پوځي وسلو او مهماتو یوه ستره ډیپو کشف شوه.

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، لیدل کیږي چې د بېلابېلو وسلو د مهماتو او مرمیو په زرګونو صندوقونه داسې په کتارونو اېښودل شوي چې لوړ لوړ دېوالونه ترې جوړ کړای شوي دي.

په ویډیو کې غږېدونکی یو کس چې له خبرو نه یې وسله ال طالب معلومېږي، وایي، «دا پنجشېر ولایت،‌ د مسعودیانو ډیپو ده، الحمدلله چې ګیر مو کړله نن، داسې په زرهاوو بکسې مرمۍ دي، داسې په [نه اورېدل کېږي]، او د ډي سي مرمۍ دي،‌ د زیګویک مرمۍ دي،‌ د دوه میلې مرمۍ دي، بېخي داسې سر او اخر یې نشته داسې ډېرې دي. الحمدلله چې دېوالونه یې ترې وهلي دي، داسې مرمۍ دي، دې خوا بېخي توره شپه ده، شی نه معلومېږي سم.»

له ویډیو څخه ښکاري چې دغه زېرمه په ځمکه کې ده او خوله یې داسې یوه ځای ته وتلې چې زاړه ټانکونه او پوځي تجهیزات ورسره پراته دي. د مهماتو د زېرمې له ښودلو څخه وروسته ویډیو جوړوونکی راوځي او وایي، «دا زاړه د روس د وخت ټانګان دي، توپونه دي، هره بلا یې پاتې دي، دا یې دروازه ده.»

د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي چې ښایي دغلته تر دې لویې نورې زېرمې هم موجودې وي ځکه چې د دې ولسوالۍ چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر وخت په ولایت بدله شوه، ډېرو مشرانو د تېرو لسیزو پر وخت په زور سره واک او ځواک ترلاسه کړي وو او هر هغه څه به یې کول چې زړه یې غوښتل.

دا لا معلومه نه ده چې دا مهمات د برهان الدین رباني په تېره واکمنۍ کې وړل شوي او که د پخوانۍ شمال ټلوالې بېلابېلو مشرانو غړو د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو پر وخت غلا کړي او هلته یې په پټه ذخیره کړي دي.

ویل کیږي چې د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر وخت د هلمند، کندهار، کونړ په شمول بېلابېلو ولایتونو کې به د افغان ملي اردو عسکرو د مهماتو له نشتون څخه شکایت کاوه چې بالاخره به مجبور شول چې تسلیم شي، لاکن دا معلومه نه ده چې د پنجشېر مشرانو دغه مهمات د کومې ورځې لپاره ساتلي وو.

ویډیو: https://www.facebook.com/100013118823217/videos/309901357561174

1 COMMENT

  1. this weapons belong to afghanistan,and now belong to talibs .
    north aliens or nizam short is not honest with afghan government,
    they must give this weapons to afghan government,
    good news.peoples must know right face of north alliance,
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب