شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملګري ملتونه په افغانستان کې د بې سارې بېوزلۍ او لوږې خبرداری...

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بې سارې بېوزلۍ او لوږې خبرداری ورکوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۹) د ملګروملتو د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايی پورې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کرښه د دغه هیواد د ټولو وګړو په سلو کې ۹۸ اعشاریه ۲ ته وغځېږي.

د ملګروملتو پراختیايي ادارې د اسیا او اقیانوسیې د څانګې مشرې ګني وکناراجا پرون /پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، اوس په افغانستان کې د بېوزلۍ کرښه ۷۲ سلنه اټکل شوې ده.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د طالبانو واک ته رسېدو د افغانستان د تېرو شلو کلونو ثابت اقتصادي پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی او دوی په افغانستان کې د انساني ناورین وړاندوینه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، د افغانستان د اقتصاد او ټولنیز نظم د بشپړه سقوط د مخنیوي لپاره یوې داسې لارې ته اړتیا ده چې پیسې ژر په داسې ډول ورکړل شي چې د طالبانو له لوري ورڅخه ناسمه استفاده ونه شي.

لاینز همداراز وویل، افغانستان ممکن څو نسله شا ته ولاړ شي.

«اقتصاد باید پرې ښودل شي چې څو میاشتې نور سا واخلي، طالبانو ته چانس ورکړل شي چې انعطاف وښيي، او دا ځل په رښتیا متفاوت چلند وکړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، جنسیت، او له تروریزم سره د مبارزې له اړخه.»

د افغانستان بانک یا دافغانستان د مرکزي بانک د ۱۰ ملیارد ډالره زېرمې ډېره برخه په بهرنیو هیوادونو کې ساتل کېږي چې په دې توګه یې لوېدیځوالو ته یوه کلیدي حربه په لاس ورکړې چې د طالبانو پر ضد یې د فشار لپاره وکاروي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې مالي سیستم ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لپاره د طالبانو پر ضد بندیزونه نه نرموي.

د پیسو نړیوال صندوق هم افغانستان ته د ۴۴۰ ملیون ډالره بیړنۍ زېرمې د لاسرسي مخه نیولې ده.

امریکايي دیپلومات جیفري دي لورینټس امنیت شورا ته وویل، طالبان د نړیوالو له لوري د مشروعیت او ملاتړ هڅه کوي خو د دوی پیغام ورته دا دی چې مشروعیت اخیستل کېږي نه، بلکې ورکول کېږي.

روسیې او چین د افغانستان د شتمنۍ د پرېښودو غوښتنه وکړه.

په ملګروملتو کې د چین مرستیال سفیر ګینګ شوانګ وویل، دا شتمني د افغانستان ده او باید د افغانستان لپاره ورڅخه کار واخیستل شي، نه دا چې له هغې د ګواښ او فشار د وسیلې په توګه استفاده وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب