چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+طالبان باید له تېر تاریخ نه پند واخلي

طالبان باید له تېر تاریخ نه پند واخلي

احمدشاه وردګ
یوه ورځ مې په شمشاد ټي وي کې د  ډیورنډ لاین په اړه د فیض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد بحث اورېده، کوربه د نورو پوښتنو تر څنګ ترې وپوښتل چې بلاخره افغانان څه وخت را پورته شي، تر څو خپله خاوره چې تر اټکه ده، هغه راخپله کړي؟ ده ویل چې اوس یې وخت نه دی، باید تم شو. کوربه بیا ترې وپوښتل چې تر څه وخته باید منتظر شو؟  ښآغلي ځلاند یو ډېر ښه مثال ور کړ، ورته کړه یې،  کله کله خدای پاک د یو شي د ترلاسه کولو لپاره انسان ته ښه موقع برابروي، لکه  ټلوالې ته (جمعیتیانو). طالبانو د اولې دورې په واکمنۍ کې د جمعیت ګوند ټغر له نوي سلنه زیات ور ټول کړی وو، په ټول افغانستان کې یوازې په یوه والسوالۍ (پنجشېر) کې وو، له خلکو یې ان نومونه هېر شوي وو، خو د الله کارونه دي، د سېپټمر د یولسمې پېښې وروسته، امریکا په افغانستان حمله وکړه، دوی په افغانستان کې د ننه ور سره همکار شول، د طالبانو حکومت یې را نسکور کړ. امریکا وروسته له هغې ټول واک او اختیار د یوې ولسوالۍ خلکو ته ور کړ، کنه نوم او نښان یې ورک وو. نو موږ هم باید تم شو هر وخت چې افغانانو ته الله پآک هغسې موقع برابره کړه بیا به خپله داعیه مخ ته وړو.
همداسې طالبان هم در واخلئ، عام خلک خو پرېږدئ، ان ددوی په ذهنونو کې هم داسې نه را ګرځېدل، چې موږ ته به بیا پاچاهي راکول کېږي. او په تاریخ کې هم داسې نه دي تېر شوي، چې یوه واکمنه ډله دې یو ځل له واکه په بشپړه توګه لیرې کېږي او بیا دې په پښو را درېږي؛ خو طالبانو ته خدای دا چانس ور کړ، دا چې څنګه، د چا په همکارۍ، په دې اړه بحث نه کوم، زه غواړم دا ووایم چې آیا طالبانو له دې تېر شل کلن تاریخ نه څه عبرت اخیستی کنه، که یې اخیستی وای، آیا دوی به داسې کابینه اعلان کړې وای لکه دا پرون یې چې اعلان کړه، آیا دا هېواد یوازې د طالب دی، آیا دا کادرونه یوازې په طالبانو کې دي، او بالاخره موږ د افغانانو په صفت په دې هېواد کې د کار کولو حق نه لرو؟
په هر حال، نن د سنبلې، د میاشتې آته لسمه چې د جمهوریت لخوا د شهید د اونۍ په نامه نومول شوې وه، په دې ورځ به عمومي رخصتي وه، خو نن د طالبانو لخوا نه یوازې چې دا ورځ یې رخصت اعلان نه کړه، بلکې لمانځلو ته یې هم څوک پرې نه ښوودل، که څه هم چې زه د یادې ورځې د لمانځلو پلوی نه یم، ځکه چې لومړی خو داخلي جنګونه نه اتل لري او نه شهید، دویم، لکه څنګه چې باید لمانځل شوې وای، هغسې به موږ نه نمانځله؛ خو دا چې د یوه جمهوریت لخوا ،چې ټولې نړۍ په رسمیت پېژانده، په هر هېواد کې یې سفارت درلود، بیرغ یې درلود، کرنسي یې لرله، د هغه لخوا دا ورځ د شهید د اونۍ په نامه نومول شوې وه، خو طالبانو د یادې ورځې په نه لمانځلو سره، ملي شخصیتونو ته، د هغه وخت جمهوریت ته په سپکه سترګه وکتل.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې طالبان ولې له تېر تاریخ نه پند نه اخلي، آیا دوی هېر کړي دي، چې امریکایانو د دوی امارت په څو ورځو کې را نسکور کړ، آیا د غني له جمهوریت یې پند وا نه خیست، چې همدغو طالبانو د امریکا، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو په مرسته یې د درې لکه اردو، پولیس، امنیت سره سره یې په کم و زیات یوه میاشت کې ونیو؟
په هر حال، افغانستان د شهید سردار داوود خان د واکمنۍ نه را په دې خوا یو اشغال شوی هېواد دی، خو اشغال هم تر اشغال پورې دی، افغانستان یو غریب هېواد دی، څلور لسیزې جنګ په کې شوی، بهرنیو هېوادونو زموږ له جنګ نه د ځان په ګټه ډېره ښه استفاده وکړه ، زموږ په ډېریو سیاست مدارانو یې داسې کانې وکړې، چې تر مرګه به یې له غلامۍ خلاص نه شي………
غني چې د امریکا ونه منله، څنګه یې ورک کړ، پس طالبان باید ډېر متوجه و اوسي، دلته د هر څه امکان شته دی، زه په دې ډاډه نه یم چې دا امارت به شپږ میاشتې هم دوام وکړي کنه، او سببونه  یې تر ټولو زیات فقر، غریبي، د ټول هېواد واک یوازې له یوې ډلې سره، په یوویشتمه پېړۍ کې د ښځو پر حقونو تر ډېره قیودات، د رسنیو د آزادۍ سلب کېدل….. او دا هم باید ووایم چې دا تر اوسه د پټي سر دی، که همداسې په سرعت بندیزونه لګېږي، یا به ډېری افغانان له هېواده بهر ځي، هغه که له هرې لارې وي، مال او ملک به پلوري،تر څو ځان وباسي  او یا به د امارت پر وړاندې د سر په بیه را پورته کېږي.پس طالبانو ته لازمه ده، لکه څرنګه چې وايي ټولشموله حکومت، هغه باید په عمل کې ثابت کړي، د رسنیو آزادي سلب نه کړي، د ښځو حقوق ور کړي، د افغانستان درې رنګه بیرغ ښکته نه کړي، پاکستان زموږ د وطن، ناموس او ملت دښمن دی، له هغه سره په اړیکو کې له ډېرې هوښیارۍ نه کار واخلي تر څو یې حکومت تر یو وخت پورې دوام وکړي او که چپه کېږي هم ‎، چې ښه حکومتداري خو یې کړې وي، تاریخ یې په لیکلو ویاړ وکړي، نه شرم .
وسلام

1 COMMENT

  1. AHMAD SHAH WARDAG SAHIB YOU WROTE NICE THANK YOU,
    BUT TALIBS ARE UNDER ORDER OF ISI,RULE IS BY PAKISTANI.NOW AFGHANISTAN IS NOT FREE COUNTRY
    BECAUSE CAN NOT DO THAT,WHAT YOU WROTE
    NOOR MOHAMMED TARAKI MARKHOOM ANOUNCE THEIR GOVERNMENT IN 24 HOURS
    AND RECOGNIZE BY SOME COUNTRY DIRECTLY..
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب