Home+افغان کرکټ بورډ شل اوره نړیوال جام ته لوبډله اعلانوي

افغان کرکټ بورډ شل اوره نړیوال جام ته لوبډله اعلانوي

تاند( چهار شنبه، د سنبلې ۱۶) د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې (چهارشنبه)به شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړي.

د کرکټ نړیوال شل اوره جان ته ۴۰ ورځې پاتې دي.

تر دې دمه یواځې ۳ لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړي.

نیوزلنډ لومړنۍ هېواد وو چې ترټولو وړاندې یې لوبډله اعلان کړه.

دغه راز له نیوزلنډ وروسته آسترالیا او پاکستان هم خپلې لوبډلې اعلان کړی.

د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام لومړی پړاو لوبې په عمان کې د اکتوبر په ۷مه نېټه پیلېږي او افغانستان د مخکښو اتو لوبډلو په کتار کې ځای لري.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به په خپل ګروپ کې د لومړي پړاو څخه د راتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیوزلنډ لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...