دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکي په دې هیله چې چین به د امریکا ځای ونیسي...

طالب چارواکي په دې هیله چې چین به د امریکا ځای ونیسي له چینايي استازي سره وکتل

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۶) له دې باور سره سره چې چین چا ته وړیا مرسته نه ورکوي، د طالبانو یوه چارواکي پرون په دې هیله چې د افغانستان راتلونکی مرستندوی به چین وي، د دغه هیواد له سفیر سره وکتل.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي سلام حنیفي په کابل کې د چین له مرستیال سفیر وانک یو سره ولیدل او پر دوه اړخیزو اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویندوی ملا نعیم په وینا د چین سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه.

په تېرو ۲۰ کلونو کې سره له دې چې چین د افغانستان له حکومت سره ښې اړیکې لرلې، دغه هیواد حتي د ایران او پاکستان په پرتله له افغانستان سره لږ مرستې کړي دي.

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، چین پرون / دوشنبه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه استازندوی حکومت غوښتونکی دی.

د چین رسنیو پرون د خپل هیواد د ویندوی وانګ ویبین په قول وویل، د افغانستان په اړه د چین دریځ تل دا دی او و «موږ تل د افغانستان د خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او یووالي ملاتړ کوو.»

ده همداراز وویل«موږ په ازاده توګه د ټولشموله او د ټولو د استازي حکومت چې معتدلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ ولري او په درسته نړۍ، په تېره بیا په ګاونډیو هیوادونو کې د هر ډول تروریزم پر ضد د مبارزې اراده ولري، ملاتړ کوو.»

طالبان پر چین ډېر حساب کوي او تمه لري چې هغه مرستې چې تراوسه پورې امریکا د افغانستان له حکومت سره کولې، له دې وروسته به یې چین وکړي.

طالبان همداراز هیله لري چې چین به په افغانستان کې د سړک او کمربند پروژه او ګڼې نورې پروژې اجرا کړي.

په پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو کې شکایت کېږي چې چین له ساده کارګره رانیولې تر انجنیره پورې له خپلو اتباعوو کار اخلي او له همدې کبله د چین پانګونه په نورو هیوادونو کې خلکو ته کار او روزګار نه ایجادوي.

5 COMMENTS

  1. CHINA WILL NOT PAY ONE DOLLER FOR FREE LIKE AMERICA.
    CHINA PAY LOANS TO PAKISTAN.
    THE ONLY COUNTRY IS United States OF AMERICA HAVE BIG ECONOMIC WORTH.

    AMERICA HAVE MONEY,PAY MONEY TO ANY COUNTRY, FOR FREE,

  2. دا به د طالبانو لویه سیاسی کمزوری وی چه په اقتصادی ، نظامی او سیاسی ډګر کی چین ته د امریکا ځای ورکړی ، دا کار ان ډیر لوی او اتومی طاقت لرونکی هیوادونه نشی کولای او د ځان لپاره یی مناسب او ګټور نه ګڼی ، لکه سعودی ، ایران ، ترکمنستان او پاکستان او نور ، نو هیواد د بیا د یوبل سوړ او یا ګرم جنګ میدان نه ګرځوی

  3. که چين کومکونه هم وکړي د طالبانو نه به پوستکی باسي.
    هر څه چې چين کوي د خپل ځان او مړښت لپاره يې کوي.
    طالب وچ مغزي که عقل درلودلی او د پنجاب هرې خبرې ته يې سر ټیټ کړای نه وای د پيسو اصلي بادار افغانستان کې وو خو نه طالب کې څه د سړيتوب وو نه په چوراکو کې…

  4. افغانان باید کچکولونه وغورځوی. چین که ریډی میډ پروژی ورکوی نو دهغو پروژو پر ګټو باندی وغږیږی. دهغو په قیمت او عاید. دیوه تجار په توګه.
    هغه چه دکومکو په خوندو پسی ګرځی هغه دی دتیر شل کالو څخه زده کړی. هغه دی افریقا ته وګوری.
    امریکایان دچین په توګه دی. چینایان فریب به کم کوی مګر امریکایان یی زیات کوی. امریکایان دولتو ته کمک ورکوی. دا یو ډول پټ رشوت دی چه حاکمه طبقی ته ورکول کیږی، او بیا طبیعی او نور توکی په ټیټه او خوسی بیه ترلاسه کوی. هغلته دحاکمی طبقی بډاینه راځی او اکثریت همیشه مسکین وی. مصر، او توری افریقا ته وګوری.
    افغانان باید هم دامریکی او هم د جین داقتصادی کارونو پوره جاج واخلی. ددواړو مرئی او غیرمرئی ګټی او تاوانونه ځان ته مالوم کړی.
    یوه هغه خبره چه دچین په ارتباط کی واضح ده هغوی کلتوری امپریالیزم نه لری. امریکایی کومکونه دکلتوری اشغال په بیه ورکول کیږی.
    هغه افغانان چه ځانونه امریکایان کول غواړی هغوی ته امریکایی کمکونه مهم دی. هغه جه هم اقتصادی پیشرفت غواړی او دخپل کلتور ساتل غواړی هغوی بیا چینایی تمویل او استثمار غواړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب