سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeټولنیزد عقل او شعور ترمنځ توپیر څه دی؟

د عقل او شعور ترمنځ توپیر څه دی؟

سخي جان سرور

د ارواپوهنې یو عالم غوښتل چې د عقل او شعور ترمنځ توپیر پیدا ڪړي، نوموړی د همدي هدف لپاره د یو ڪوچنۍ سپی او یو ماشوم په روزلو پیل وڪړ، نوموړی دواړه (ماشوم/سپی) د ڪور د دروازې په خلاصولو وروزله، چې څنګه کولی شي چې دروازه خلاصه ڪړي.

یوه ورځ دا عالم د ورڪړل شوو زده ڪړو د ارزیابي په موخه دروازه یې وتړله، لمړی یې سپي ته یې امر وڪړ چې لاړ شي او دروازه خلاص کړي، سپی د دروازې په ځنځیر ډير هڅه وڪړه چې دورازه خلاصه ڪړي اما په دې ڪار ڪې پاتې راغې او خاموش همالته ودریده، کله چې سپی په خپل ڪار ڪې ناکامه شو، نو عالم هغه ماشوم ته یی امر وڪړ،

چې لاړ شي او دروازه خلاصه ڪړي، ماشوم لاړ او دروازې ته ودریده، گورې چې د دروازې ځنځیر ته قولف ولویدلی دی، یعني د خلاصیدو امکان یي نشته، مگر دا د ماشوم د سپی په خلاف چپ/خاموش ونه دریده، بلکې لاس په ڪار شو  او په دې لټه کې شو ترڅو د دروازې له ځنځیر څخه بغیر ڪومه بله لار پیدا ڪړي، چې دروازه خلاصه ڪړي.

نوموړی عالم په دې پوئ شو چې شعور د تعلیم تر ټولو عادي قدرت ته ویل ڪیږي؛ چې په فطري او یاهم په ڪسبي شکل په حیواناتو ڪې شتون لري.

مثلاً: یو څوک د هیلۍ/ بتکې هګۍ د یوي چرگې تر سینې لاندي ایږدي (البته د نسل زیاتوالي په موخه) له څه مودې څخه وروسته له هگۍ څخه چرگوړې بهر راوځې، او د خپل فطرت په اساس دوي ځانونه اوبو کې لاهو ڪوي، او غواړې چې اوبو ڪې لامبو ووهي، مگر چرگه چې د اصلي قضیې څخه خبر نه ده چې شخص ددې تر سینې لاندي د هیلیو هگۍ ایښې ول، او نوموړي چرگوړي د هیلیو بچیان/ بتکې دي، چې ددوي فطرت په اوبو ڪې لامبو وهل دي! ورته زارۍ اوچغې وهي چې اوبو ته مه نږدې ڪیږئ چې ډوبیږئ.

حیوانات تل د خپل فطرت په اساس هر کار کوي، او د شعور په اساس ځینې ڪړنې زده ڪوي. یعنې په حیواناتو ڪې شعور د عقل تر ټولو لمړنی او ابتدایي حالت دی چې پرمختګ نشي ڪولی، مګر د حیواناتو په شعور کې کومه څه چې په فطرتي ډول شته؛ تیری نشي کولی.

مثلاً: میږې هچې دوه پیړۍ پخوا هماغه ډول کورنه جوړل او اوس هم هماغه ډول کورونه جوړوي، یعني ددوي شعور د پرمختګ نشي ڪولی.

مثلاً: د شاتو مچۍ پیړۍ پیړۍ پخواهم د شاتو د تولید هماغه یو ډول نظام درلوده ڪوم چې نن لري. یعني دوي
د شعور ڪچه پرمختگ نه دی ڪړی.

مثلاً: د وریښمو چنجی هم په پخوانۍ نظام چلیږي او دوی هم پرمختگ نه دی ڪړی، په همدي ترتیب ټول حیوانات په یو منظم او پخوانۍ نظام سره سم چلیږي او دوي هیڅ پرمختگ نشي ڪولی، ځکه ددوي د شعور کچه تیری نه منی!

مگر د پورته موضوعاتو برعکس انسان د متزاید عقل لرونکی دی، چې د انسانیت له پیدایښت سره سم، پرمختگ یې کړی، د ژوند مختلف منابع یې چمتو ڪړي، مختلف کشفیات او اختراع ګانې یې کړي.

یعني دانسان عقل د شعور په خلاف لیمټ/حدود نلري، بلکې تل پرمختگ یې ڪړی، او په حیواناتو ڪې شعور پرمختگ نشي ڪولی.

په همدې ترتیب عقل د انسان او حیواناتو ترمنځ د توپیر یوه وسیله ده،  هرکله چې عقل خپله وظیفه په سمه توگه سرته ورسوي، نو انسان د سعادت، پرمختګ، هوساینه او نورو ته لاسرسې پیداڪوي.

او برعکس ڪه چیرې عقل په مثبت ډول خپل دندې ته ادامه ورنکړي، د انسان ارزښت د حیوان څخه هم راټیټیږي، ځکه چې حیوان د خپل فطري شعور  ڪچه له لاسه نه ورکوي مګر بیعقل انسانان د شعور له دایرې څخه هم خارجیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب