دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د نوي حکومت تر جوړېدو پورې څوک له هیواده نه...

طالبان وايي، د نوي حکومت تر جوړېدو پورې څوک له هیواده نه شي وتلی

تاند(سې شنبه، د سبنلې ۱۶) د طالبانو ویندوی وايي، تر څو چې نوی حکومت اعلان شوی نه وي او د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیرانو کار نه وي پیل کړی، هیڅوک له هیواده وتلی نه شي.

ذبیح الله مجاهد نن / سې شنبه/ رسنیو ته وویل، د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به هر هغه چا ته د بهر ته تلو اجازه ورکړل شي چې قانوني اسناد ولري.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس یوه غړي ویلي و چې طالبانو په مزارشریف کې ۶ الوتکې، چې امریکایان او د هغو متحدان پکې سپاره وو، الوتو ته نه دي پرې ایښي.

تراوسه پورې د طالبانو له لوري د نوي حکومت د اعلان نېټه په خپله ذبیح الله مجاهد ته هم نه ده معلومه.

ده پرون په یوه خبري غونډه کې ومنله چې د نوي حکومت د اعلان له نېټې نه دی خبر. مجاهد په دې اړه هم بې خبري وښوده چې د طالبانو د حکومت جوړښت به څنګه وي. ځینې وايي چې صدراعظم به لري خو ځینې نور وايي چې د دولت رييس به حکومت اداره کوي.

له تېرو درو اوونیو راهیسې طالبان وايي چې په څو ورځو کې به نوی حکومت اعلان شي.

اوازې دي چې د طالبانو ترمنځ اختلاف د دې سبب شوی چې دوی نوی حکومت جوړ نه کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب