Homeخبرونهپاکستاني پوځیانو یو وار بیا پر کونړ د درنو وسلو ډزې پیل...

پاکستاني پوځیانو یو وار بیا پر کونړ د درنو وسلو ډزې پیل کړي

تاند(سې شنبه، د سنبلې۱۶) د پاکستان پوځ یو وار بیا د کونړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ د درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.

له دې سره په یو وخت د پاکستان پوځ له هغه اغزن سیم څخه، چې دوی په خپله نصب کړی، د کونړ لور ته رااوښتی او د افغانستان په خاوره کې په برقي ارو ځنګلونه وهي.

د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې پاکستاني پوځیانو د دوی پر کورونو او کلیو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي دي چې له کبله یې یو شمېر خلک ژوبل شوي او مالي تاوانونه وراوښتي دي.

د سرکاڼو د اوسېدونکو په وینا، د پاکستان له لوري په ډزو کې ۲ تنه ټپیان، لسګونه څاروي وژل شوي او او د خلکو کورونه زیانمن شوي دي.

پاکستان له ۲۰۱۰ م کال راهیسې ډیورند کرښې نژدې د کونړ پر ولسوالیو د درنو وسلو ډزې کوي چې له کبله یې په تېرو کلونو کې زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

پاکستان ادعا لرله چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د هند استخباراتي اداره د پاکستاني ضد عناصرو ملاتړ کوي.

د سرکاڼو اوسېدونکي وايي:«له درو شپو راهیسې په ګنجګل، سړوبۍ، مماڼو مينه او څپري باندې د توپونو ډزې کېږي.»

د سرکاڼو اوسېدونکي همداراز وايي چې پاکستاني ځواکونه له ازغرن سیمه راواوښتي او په کونړ ولایت کې په برقي ارو د ځنګل ونې پرې کوي.

پر کونړ واکمنو طالبانو تراوسه پورې د پاکستاني ځواکونو د حملو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...