دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهترکیه وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه...

ترکیه وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه کوي،

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۶) ترکیې نن وویل چې دې ته هیڅ اړتیا نه شته چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار واخیستل شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، انقره د دې په څنګ کې چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په برخه کې له بیړي کار نه اخلي وايي، لا هم د کابل د نړیوال هوايي ډګر د فعالولو په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې ترکیه له طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو کې له احتیاطه کار اخلي.

ده وویل، پکار ده چې د افغانستان نوی حکومت ټولشموله وي، ښځو او قومي اقلیتونو ته وزارتونه ورکړل شي.

طالبان هم وايي چې حکومت به یې ټولشموله وي خو څرګنده نه ده چې له ټولشمول حکومت څخه د طالبانو منظور څه دی. د هغو لیستونو پر اساس، چې د طالب سرچینو له قوله رسنیو ته راوځي، ټول وزارتونه طالبانو ځان ته اختصاص کړي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې وویل چې په کابینه کې به ښځې ګډون ونه لري.

که طالبان د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ونه وايي، ښايي د روسیې او چین په شمول هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني او له افغانستان سره بشري مرستې هم دومره محدودې شي چې ولس له لوږې د طالبانو خلاف پاڅون ته اړ شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړیواله ټولنه باید انتظار وباسي او مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني باید وګوري چې طالبان څه کوي.

دې ته ورته دریځ د جمعې په ورځ اروپايي اتحادیې په خپله غونډه کې څرګند کړ.

چاوش اوغلو وویل«له بیړې څخه کار اخیستو ته اړتیا نه شته. دا ټولې نړۍ ته زموږ سپارښتنه ده. موږ به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه اقدام کوو.»

ترکیه لا هم په کابل کې سفارت او دیپلوماتان لري او له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر په فعالولو کې مرسته کوي. خو د ترکیې او طالبانو ترمنځ لا هم د هوايي ډګر په منځ کې د امنیت پر سر اختلاف دی. ترکیه وايي چې طالبان دې د هوايي ډګر دباندې امنیت وساتي، د هوايي ډګر امنیت دې دوی او قطر ته وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب