جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د زور له لارې د غوښتنو تحمیل هېڅ مطلوبه پايله نه...

عبدالله: د زور له لارې د غوښتنو تحمیل هېڅ مطلوبه پايله نه لري

تاند(سه‌شنبه، سنبلې ١٦)- د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، د زور لارې د غوښتنو تحمیلول، هیڅکله مطلوبې پایلې نه لري او د هېوادوالو د رنځ او کړاو د دوام باعث ګرځي.

په پنجشېر کې د وروستیو جګړو په اړه د ډاکتر عبدالله عبدالله په يوه پيغام کې وویل، دغه ولایت کې دردناکې پېښې شوې دي.

هغه وویل: “متاسفانه شاهدان یو چې جګړه هره ورځ د دې هېواد بچیان وژني او وینې یې تویوي، کورنۍ په ویر کېنوي او هېواد له انساني سرمایې بې برخې کوي. په پنجشیر ولایت کې په وروستیو جګړو کې دردناکې پېښې وشوې. زه سره له هېوادوالو څخه د هغوی د غمشریکۍ او همدردۍ د پيغامونو له استولو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کوم، چې د زور لارې د غوښتنو تحمیلول، هیڅکله مطلوبې پایلې نه لري او د هېوادوالو د رنځ او کړاو د دوام باعث ګرځي. په داسې حال کې چې له وروستیو غمجنو پېښو عمیقاً ناراحت او متاثر یم.”

دغه پيغام داسې مهال خپرېږي چې په کابل کې يو شمېر پنجشېريانو او مقاومت ملاتړو په پنجشېر کې د طالبانو د عملیاتو او پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

2 COMMENTS

  1. دا خبيث لا تر اوسه غمبر وهي؟ دی بايد د خپلې سزا په حق ورسيږي . هو د ولايت په ماڼۍ د اوزګوړي مسعود او عبدالله انځورونه ځړيدل دغه د لستوني مار بايد ووژل سي. د شر او فساد تر شا ددغه خبيث لاس ده طالبه بيدار اوسه په دغو حراميانو او نړيوالو جاسوسانو باور کول ګناه او مرګ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب