دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد لوړو زده کړو وزیر: د مدرسو طالبان تر ماسټرانو او پوهاندانو...

د لوړو زده کړو وزیر: د مدرسو طالبان تر ماسټرانو او پوهاندانو لوړه درجه لري

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۶مه)  د افغانستان د لوړو زده کړو نوی وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وایي، هغه عزت چې د مدرسو طالبان او (دیني) علما یې لري نه یې ماسټران لري او نه یې پوهاندان لري.

  ښاغلي حقاني په یوه لنډ ویډیو کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی کومې غونډې ته په وینا کې وایي چې د دیني مدرسو طالبان له نورو نه لوړه درجه لري. مولوي حقاني په یاد ویډیو کلېپ کې وایي:

 «دغه اوس چې کوم نظام حاکم دی د دې په سر کې د مدرسو طالبان او علماء دي، پوهنتونونه یې نه دي ویلي، زیاتو لېسې هم نه دي ویلي.»

 حقاني چې طالبانو د هېواد د لوړو زده کړو وزیر ټاکلی، نه دي ویلي چې آیا ځوانان دې له لېسو او پوهنتونونو ډډه وکړي او مدرسو ته دې مخه وکړي که څه؟ خو یقیناً ده د لوړو زده کړو د وزیر په حیث د دې پر ځای چې ځوانان او ځوانانې لوړو زده کړو ته تشویق کړي د هغوی هڅه یې بې ګټې بللې ده.

د افغنستان د لوړو زده کړو نوي وزیر په خپلو خبرو کې د مدرسو د طالبانو د فوقیت یوه وجه د طالبانو جنګونه یاد کړي او وایي:

«د دین په وجه باندې چې دې خلکو کومه قرباني ورکړه، د دین لپاره یې ورکړه، نن د دې خلکو په دنیا کې چې کوم عزت دی هغه عزت د پوهاند نه دی، هغه د ماسټر نه دی.»

 حقاني وړاندې وایي «په دنیا کې چې له چا سره هر څومره ډېرې ډګریانې وي هغوی ته په دنیا کې هغه عزت نه دی حاصل نن کوم عزت چې ملا او طالب ته د افغانستان په سرزمین باندې حاصل دي.»

 دغې ویډیو هغه ځوانان چې د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې یې په ډېرو کمو امکاناتو ۱۲ کاله ښوونځي ولوستل بیا یې ۴ کاله پوهنتونونه او ۲ کاله ماسټرۍ ولوستلې او په وروستیو کالونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په بې ساري تاریخي اقدام کې په هېواد کې دننه د دوکتورا پروګرامونه پیل کړل سخت نهیلي کړي او نه پوهېږي چې په افغانستان کې به یې راتلونکی، چې د لوړو زده کړو وزیر یې زده کړو ته ارزښت نه ورکوي، څه وي.

8 COMMENTS

  1. طالبانو د تېرو شلو کلونو په موده کې، په وسلواله سخته، نابرابره او مېړنۍ جګړه کې د نړۍ لوی استکبار او د دریمې نړۍ د هېوادونو لوی دښمن ته سخته ماتې ورکړه. اوس یې تازه د لنډغرو ټینګ سنګر هم ور مات کړ او د دوی منفي غرور یې هم وځاپه. لږ صبر به وکړو او و به ګورو چې د حکومت د جوړېدا څخه وروسته طالبان په لومړیو سلو ورځو کې کومې کړنې نندارې ته ږدي. کله مو چې ولیدل نو بیا به قضاوت وکړو.

  2. د انګریز پلاس ابداع سوی استعماری _ استحماری ادبیات یوازنی ادبیات دی چی سل کلونه وروسته ئې یو ځل بیا د مرتجع بڼوال په لمنه کی رنګ او بوی واخیست.

  3. ډیر تعجب خبره ده خو زموږ تجربه داده په افغانستان کښی د اسلام ریښی د پاکستانی مدرسو ماشینکی فارغانو ویستلی، ارودو ماشینکی خورد ظابطانو خراب کړ، او طب کورسکی په نامه ډاکټرانو. اوس نو په اسلام کښی ډوکتوراوی او ماستری هم په خیرات کښی شاید وویشل سی. دا خوله او ګیره ده ښکاره کړه چی ته څوک یی داسی نه وی چی تر کاسه لاندی نیم کاسه وی او ددی ملک نه وی.

  4. هو کنه مدرسو کی ټولی کونی ورکړی لکه د مفتی عزیزالرحمن د شاګردانو په شان نو ځنګه به یی پوه لوړه نوی. که داسی خرکُس ملایان د لوړو تحصیلاتو په راس کی وټاکل شی نو داسی فکر وکړی چی د طالب زوال له همدی ورځی څخه شروع شو.

  5. احمقه او د انګلیس امریکا غلام پنجابی پاکستان غلامه او قیدانی نا محمده د اجنبیو یرغلګر همیش افغان ملت په خپله ستره قربانی سره د خپلی خاوری څخه شړلی دی دا د افغان ملت قربانی بریالتوب د شورویانو مقابل کښی د پنجابی پاکستان او امریکا انګلیس د قاتلو تربیه شوو تنظیمونو په نامه جهان کښی مشهور کړ او اوس همدا اجنبیان د افغان ملت جهاد دکوچنیوالی څخه تربیه شوو قیدانی قاتلو طالبانو باندی تمام کړ او قاتلان شورای نظار اوس د ملی مقاومت ډنډوری شروع کړیدی تاسی نه مسلمانان یاستۍ نه انسانان بلکه وحشی حیوانان یاستۍ او د افغانیت نښانی پنجابی پاکستان درڅخه اخیستی دی او همدارنګه د افغان ملت اسلام په عوض ئی قیدانی لاری باندی لکه وحشیان خوشی کړی یاستۍ ، تاسی به دوی د خپلو شومو چټلو هدفونو لپاره مؤقتی په غیږ کښی وساتی اما تاسی وحشیان بیا غورځول کیږۍ لکه چی تنظیمونه ئي په ځمکه داسی وغورځول چی اوس پورته کیدۍ نشی پس ډیره بی وخته غړمبا مه کوه !!!!!

  6. ما خو ويلي ويلي وه سي له ګليستانيانو بوستانيانو پنج کتابيانو به د علم رڼا افغان ولس ونه ويني. دغسي ښه ولسه پاکو خلکو ته مو کفار ويل لاس به نه ورکول. نه چور وه نه چپاول نه د چا په کورني حريم يرغل وه. دغه الله ﷻ لکه څنګه سي تاسي غوښتل اسلام يې درته راوړ اوس به واياست پدې حال هم شکر. ودريږۍ سر يې په درياب کې ده. سمه ده له غلو يې وژغورلاست خو د رڼا وړانګي يې درباندي بندې کړې. ☹️

  7. کا طالب دی یا هر بل اړخ متحصص او مسلکي ددې خاوری هستۍ دي او لا نور ددوی علمي سطحې لوړیدا ته ضرورت لري لا نور باید زده کړو ته وده ورکړل شي علم پوه دریاب دی لیکن ځانګړی برخه کې انتحاب سهولت دی هیله ده چې ټول کدرونه تشویق شي او د علمیت دا زانګو ونه درول شي
    اسلام د پرمحتګ دین شا تګ نه که چیری د پرمحتګ دین نه وي نو خود به خود اسلام کې پرمحتګ تر سوال لاندی راوالئ
    نو ملا صیب هیله ده چې د وطن ابادی ته مټې ونغاړی له فرش باید ژوند قالینو ته لاړ شي !او بل د مدرسو طالبګیو ته هم په بازارو کې د ډوډی راټولولو ته کومه لایحه جوړه کړه تفرقه او اختلافی مسایل پریږدی! او بل دا جبری کړئ هغه به استعداده زده کونکی چی iQ لوړه ده بهرنیو هیوادو ته دوکتورا ماسټرا زده کړې ورکړی د نړۍ زیاتره هیوادو ملایان طلباء چې دوکتورا لری چې یو کتاب ولیکي په ملیونونو پیسې د یو کتاب عاید لري او مونږ ددوی علم ته حیران یوو چې علمیت تر نیم اسمان پوری رسي دوی کتاب لا څه چې قسم کا املا انشاء لا زده وي ها روزانه تقسیم ضرب جمع لا څه د قران روی ته وګوری اصلاحاتو ته کار وکړئ ژوند مو په نړیواله هم ملي سطحه د ټولو په حیراتونو تیر کړ تر دی ذلالت ژوند نور چیری وی او ته دلته په دکتورا او طالب خبری کوی همدا دکتوران او ماستران د په خیراتونو تربیه شول او تاسو اوس همدا غیرت وکړئ په حزانه تاسو یاست همدی مدرسې طالبانو ته دکتورا ماسترا چانسونه برابر کړئ

  8. مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحملوا اسفارا….
    علما می گویند:
    ملا شدن آسان است ولی آدم شدن مشکل است
    ثانیا: پسته ای بی مغز چو دهن وا کند رسوا شود.همانطور ثابت هم شد
    اظهارات ملا باقی می رساند طبق فرموده آیة مبارکه فوق که سعدی آنرا به زبان شعر افاده کرده
    می گوید
    علم چندانکه بیشتر خوانی – چو عمل در تو نیست نادانی
    نه محقق بود نه دانشمند – چارپایی بر او کتابی چند
    آن تهی مغز را چه علم و خبر – که بر او هیزم است یا دفتر
    این ملا نما را برای تنفر از اسلام وزیر ساخته اند ورنه در جامعه اسلامی اسلام آباد مستحق تشناب شویی هم شناخته نخواهد شد زیرا این از ملا هایی است که دو طرفه سرگین پاشی می کند
    ISI دی الله قهار تباه کند
    والله عزیز ذو انتقام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب