یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+پاکستان نړیوال ۲۰ اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

پاکستان نړیوال ۲۰ اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته هم ورځې په کمېدو دي.

تازه پاکستان کرکټ بورډ یادو لوبو ته ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته ډېر چانس ورکړل شوی دی.

بابر اعظم لوبډلمشر، شاداب خان مرستيال، اصف علي، عظم خان، حارث روف، حسن علي، اماد وسيم، خوشدل شا، محمد حفيظ، محمد حسنين، محمد نواز، محمد رضوان، شاهين افريدی، شعيب مقصود شامل دي.

دغه راز فخر زمان، شهنواز دهاني او عثمان قدير بیل په احتياطي لوبغاړو کې اخيستل شوي دي.

د یادونې ده ، چې شل اورېز نړیوال جام د راتلونکې مياشت په ۱۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو او عمان هېواد کې پيليږي.

یاد جام ته باید ګډونوال هيوادونه د روانې سپټمبر مياشت پورې لوبډلې اعلان  کړي.

یادو لوبو ته تر اوسه افغان کرکټ بورډ هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوملړ نه دی اعلان کړی ، چې څوک په په راتلونکي نړیوال شل اوره جام کې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی