یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان څخه تللي یو شمېر برېتانوي پوځيانو ځان وژنه کړې

افغانستان څخه تللي یو شمېر برېتانوي پوځيانو ځان وژنه کړې

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د بریتانیا د وسله والو ځواکونو یو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي، یو شمېر هغو بریتانوي سرتېرو چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې وه په دغه هېواد کې تر وروستیو بدلونونو وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

رويټرز خبري آژانس  وایي، وروسته تر هغه چې طالبانو په ډېره ډراماټیکه توګه پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه بریتانوي سرتېرو چې مخکې یې هم ذهني توازن سم نه و، ځان وژنه یې کړې ده.

د بریتانیا د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي جېمز هپي هم دغه خبر تایید کړی دی.

هپي زیاته کړې، چې دا سرتېري د افغانستان له ماموریت څخه تر ستنېدو وروسته پر ژور خپګان اخته وو او کله، چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه نو له ډېرې مایوسي یې خپل ځانونه وژلي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د امریکا په فلوریډا ایالت کې نن په یوه وسله وال برید کې څلور تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

امریکایي چارواکي وایي، دا برید هغه کس کړی، چې په افغانستان او عراق کې یې جګړه کړې وه او اوس په کور ناست و.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی او د خپلې مور په غېږ کې یې ساه ورکړې ده.

د سرچینې په وینا قاتل د پولیسو له لوري نیول شوی دی او اوسمهال ترې پوښتنې روانې دي.

امریکایي چارواکي وایي د دې پېښه انګېزه تر اوسه روښانه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب