تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د کرابین لیګ په ۱۸مه لوبه کې د ټرېنیباګو نایټ رایډرز او جمیکا تالاواس لوبډلو لوبه ترسره کړه.
د دې لوبې پچه د ټرېنیباګو لوبډلې وګټله او جمیکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
جمیکا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۱۴۴ منډې وکړې.
مقابلې لوبډلې د ۱۴۵ منډو هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ ام اور کې پوره او لوبه یې وګټله.
د ټرېنیباګو لپاره لینډي سیمونس ۷۰ او کولن مینرو ۳۴ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی لینډي سیمونس وټاکل شو.