یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهایران د پنجشېر جګړه وغندله

ایران د پنجشېر جګړه وغندله

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۵) ایران وايي، پر پنجشېر د طالبانو د تېرې شپې حمله په کلکه غندي او پر هغه څه اندېښنه لري چې په دغه ولایت کې پېښ شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سعید خطیب زاده نن / دوشنبه په تهران کې په یوه خبري غونډه کې په پنجشېر کې د طالبانو او د هغو د مخالفې مقاومت جبهې جګړو ته په اشارې وویل چې د افغانستان د مشرانو وژنه خواشینوونکې ده.

خطیب زاده ونه ویل چې کوم مشران.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود نن په یوه پیغام کې ویلي چې د ده د کورنۍ ځینې غړي هم وژل شوي خو نوموړي د چا نوم یاد نه کړ.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل، د ایران له نظره په افغانستان کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د غندنې وړ ده او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید ژرترژره یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی، بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.

د احمدمسعود په مشرۍ جبهې ځینو غړیو ادعا کړې چې په پرونیو جګړو کې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو برخه درلوده. خو په خپله احمد مسعود په خپل ننني پیغام کې، چې د فیسبوک له لارې یې خپور کړی، د دې موضوع هیڅ ډول یادونه نه ده کړې.

خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د دوی وسله والو پاکستاني وګړي هم په جګړه کې ژوندي نیولي ده.

د ملي مقاومت جبهې تراوسه پورې د طالبانو لاس ته د پنجشېر د لوېدو خبر تایید کړی نه دی خو د احمد مسعود له خبرو او د طالبانو له لوري د پنجشېر ولایت د مقام له خپرې شوې ویدیو څرګندېږي چې دا ولایت په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب