یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهچین د طالبانو د حکومت د لوړې په مراسمو کې د ګډون...

چین د طالبانو د حکومت د لوړې په مراسمو کې د ګډون په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د دوی د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د چینايي چارواکو د ګډون په اړه له څه ویلو ډ‌ډه وکړه.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل له چین څخه غواړي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.«موږ له چین سره ښې اړیکې غواړو ځکه چې چین په اسیا کې ستر اقتصادي قدرت دی. موږ باور لرو چې د سړک او کمربند پروژه به نه یوازې له افغانستان بلکې ټولې اسیا سره مرسته وکړي. ده دا هم وویل ژر به د نورو هیوادونو چارواکو ته بلنلیکونه واستوي چې د اسلامي امارت د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین نن په پیکینګ کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب په ترڅ کې په دې اړه چې ایا چین حاضر دی چې د طالبانو د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي وویل«په دې برخه کې هیڅ معلومات نه لرم.»

سره له دې چې ډېرو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند کړي، چین خپل سفارت پرانیستی پرې ایښی او داسې ویل کېږي چې د چین حکومت د طالبانو له لوري د نوي حکومت اعلان ته انتظار باسي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی وینبین د اګست په وروستیو کې ویلي و«موږ تل د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو، د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصول تعقیبوو او له ټولو افغانانو سره د دوستۍ پالیسۍ ته دوام ورکوو.»

خو ویاند نن په دې اړه چې د طالبانو حکومت به په رسمیت وپېژني او که نه څه ونه ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب