جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د داعش ۲ مالیزیايي غړي یې نیولي

طالبان وايي، د داعش ۲ مالیزیايي غړي یې نیولي

تاند(شنبه، د سنبلې ۶) افغان طالبانو دوه مالیزیایان، چې باور کېږي د داعش یا اسلامي دولت لپاره یې فعالیت کاوه، نیولي دي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د استخباراتو د رييس مولوي سیف الله محمد په قول ویلي چې د کابل د پنجشنبې د ورځې له بمي برید او ډزو وروسته یې ۶ تنه نیولي چې ۴ یې افغانان او دوه مالیزیایان دي.

دغه طالب چارواکي همداراز ویلي«دوی دومره تکړه نه دي لکه څومره چې فکر کوي. موږ د ناټو د ۳۶ هیوادونو تړون ته ماتې ورکړې نو پوهیږو چې څرنګه د داعش غړي ونیسو او ویې وژنو.»

د مالیزیا سټار ورځپاڼې هم دا خبره خپره کړې خو لیکلي یې دي چې تراوسه پورې د طالبانو له لوري د نیول شویو مالیزیایانو نومونه نه دي څرګند شوي.

داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د پنجشنبې د ماښام د انتحاري برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په دې برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له داعش څخه به د دې برید بدل واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب