سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهکاناډا له خپلو اتباعو وغوښتل چې کابل هوايي ډګر ته له ورتګ...

کاناډا له خپلو اتباعو وغوښتل چې کابل هوايي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي

تاند (شنبه د سنبلې ۶) کاناډا خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې د امنیتي ستونزو له امله دې کابل هوايي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي.

دغه خبره په کابل کې د کاناډا سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې کابل هوايي ډګر ته دې نه ورځي.

له دې وړاندې امریکا هم خپلو اتباعو ته ورته خبرداری ورکړی و.

دا خبرداری په داسې مهال ورکول کېږي چې د پنجشنبې په ماښام/ د سنبلې ۴مه کابل هوايي ډګر ته څېرمه دوه چاودنې وشوې. د راپورونو له مخې په دې چادونو کې له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او تر دې ډېر نور ټپیان شول.

امریکايي چارواکي وايي چې په وژل شویو کې ۱۳ امریکايي پوځیان هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب