یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهایټالیا وايي، د اګسټ له ۳۱ وروسته هم د افغانانو اېستلو ته...

ایټالیا وايي، د اګسټ له ۳۱ وروسته هم د افغانانو اېستلو ته دوام ورکوي

تاند (شنبه د سنبلې ۶) ایټالیا وايي وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي او ډیری افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي، دې هېواد منلي دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لیوجي ډي مایو نن/شنبه په خپلو خبرو کې وویل، دوی هوډ کړی چې د «خطر سره مخامخ افغانان به یوازې پرې نږدي.»

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د روانې اګست میاشتې د ۳۱ وروستۍ نېټې وروسته به هم د ملګرو ملتونو، غیرې دولتي مؤسسو او نورو هیوادونو په همکارۍ په الوتکو کې د افغانانو اېستلو ته ادامه ورکړي.

هغه وویل لا هم ډېر افغانان شته چې د افغانستان څخه د وتلو انتظار باسي خو په وینا یې چې نور دا کار د هوایي انتقال له لارې نه شي کولی. نوموړي زیاته کړه، «د تخلیې دویم سخت بهیر اوس پیلیږي.»

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لیوجي ډي وویل چې دوی افغان میرمنې، ماشومان او ټول هغه کسان یوازې نه پرېږدي کوم چې دا څو کالونه یې د بدلون سترې هیلې درلودې.

لیوجي ډي وویل، هیواد یې نږدې ٥٠٠٠ افغانان د کابل د هوایي ډګر څخه په الوتکو کې بهر ته ایستلي دي.

د امریکا حکومت د ارقامو له مخې د روانې میاشتې اګسټ میاشتې ۱۴ نېټې راهیسې شاوخوا ۱۰۹ زره کسان د کابل د هوایي ډګر څخه په الوتکو کې بهر ته ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب