هلال
شل کاله پخوا افغانستان د طالبانو په لاس کې ؤ. پنځه کاله له یوې خوا د طالبانو وهل، ډبول او بندیزونه وو له بلې خوا په افغانستان د نړۍ اقتصادي او سیاسي بندیزونه وو. افغانان په لوږه، فقر او عزله کې ژوند کاوه. ټول افغانستان بانډې او کلي ؤ. ښار او پلازمینې درک نه درلود. په ټول هېواد کې یوازې د ګوتو په شمېر هلکان ښوونځي ته تلل.
دولت یوازې دا پيژندل چې که چا د امارت د اصولو خلاف ورزي وکړه هغه باید ووهل شي او وټکول شي. نور دولت په دې خبر نه وو چې د ولس پر وړاندې کوم اقتصادي او کوم ټولنیز مسؤولیت لري. او نه هم ولس له دولت څخه د خیر او مرستې تمه لرله.
یو څه خلک په طالبانو خوشاله وو او په همدې خوشالۍ پایېدل او ډېرو له طالبانو کرکه کوله خو کرکه یې هېچا ته نه شو څرګندولی. بس د هر چا خفګان هم خپل ؤ او خوشالي یې هم خپله وه.
نه موبایل ؤ، نه تلویزون ؤ، نه انټرنېټ ؤ او نه هم نور عامه او ټولنیز خدمات او عامه رسنۍ وې. یوازې یوه بي بي سي او د هغو (د نوي کور او نوي ژوند) ډرامه وه او د طالبانو رادیویي ترانې. نه افغانان له نړۍ خبر وو او نه هم له چا سره چېرې د تلو امکانات وو.
خو تاسې تردې شعار لاندې چې افغان ښځې او افغان ماشومان تر ظلم لاندې دي له حقوقو بې برخې دي. له لوږې او فقر سره مخ دي، له تعلیمي او روغتیايي خدماتو بې برخې دي. مرسته مو شروع کړه. افغانستان د نړۍ سیال هېواد شو. خلکو تعلیم وکړ. افغانانو نړۍ ولیده. ملیونونه ماشومانو زده کړې وکړې. په دې سره په افغانستان کې کاملا یو نوی او له نړۍ سره سیال او باخبره نسل را پورته شو. ښځو خپل حقوق وپیژندل. ځوانانو استعدادونه و پالل.
د افغانستان بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې و رپېده. افغانستان د مخابراتي شبکو او ټولنیزو رسنیو په مټ د نړۍ له هر ګوټ سره وصل شو. افغانانو له د لویدیځ هېوادونو، اروپايي هېوادونو، اسیايي او افریقايي هېوادونو سره په ټولنیزو رسنیو کې وپيژندل او ملګري شول.
اوس چې افغانان د نړۍ په څېر له هرڅه خبر شول او ان تر ډېرو ګاونډیو هېوادونو مخ ته شول، تاسې بېرته د همغه پخوانیو بې رحمه طالبانو منګلو ته واچول؟ اوس چې ښځو زده کړې وکړې او افغان ځوانان په ډېرو برخو کې متخصص شول تاسې یې واک طالبانو ته په لاس ورکړ!؟ اوس چې ځوانانو د خپل غږ له پورته کولو سره اشنا شول تاسې بیا د طالب خپسکې ته په غېږ کې ور واچول؟
تاسې چې طالبان بیا را وستل نو ولې مو ان له سره له دوی سره جوړجاړی نه کاوه!؟
تاسې سلګونه زره پوځیان راوستل، زرګونه ملیارډه ډالر مو مصرف کړل او شل کاله مو مبارزه وکړه او بیا مو همغه شل کاله مخکې طالبان بیا په افغانستان بېرته حاکمان کړل. شرم باد ستاسې په ملګری!!! شرم باد ستاسې په وفا!! شرم باد ستاسې په دیموکراسئ!!
هغه چه افغانان باید اوس ورته فکر وکړی هغه دا ده چه په پردو وړۍ نه شړۍ کیږي. وایې آس به اوبو ته بوزی خو چه اوبه نه څښی نو خاوند به څه پرې وکړای سې. مانا دا ده دا پورته ناکامیوی او بریالتونه دپردو له لاسه افغانانو ته ورکړ سوي ول. اولنۍ ناکامیوی امریکایانو راوستلی وی او دوهم بریالیتونه هم امریکایانو راوړی ول. په اولو ناکامیو کی افغانانو له پردو سره همکاره ول او دطالبانو دناکامې سبب سول. افغانان باید انصاف وکړی او دخپلو ناکامیو بار یوازی په نورو واچوی. همدا رنګه امریکانو دترقی لیاره پرانیستله خو بیا هم افغانانو ګناه ده چه دسولی په ځای یی جنګ غوره کړ او دنوری ترقی په ځای یی غلا، فساد، پردۍ پالنی پیل کړی. عاقبت یی لا نور جنګ او لا نور زور سو او له هرچا سره یې دلاپو او درواغو جریان روان وساته. تردی چه هغو چه دوی یې په مینه کی لیونیان وو هم تری بیزاره سول.
اوس وخت ددی نه دی چه نور ملامت سې. هغه چه تښتیدلی خدای دی نور مونږ ددوی له شره وساتې. هغه چه لا په انتظار دتښتیدو دی هغو ته دخدای روی ور کوو چه ونه تښتیږی. دپردو یوه ګوله مړۍ هم قیمت لری. هغه چه مسلمان وی او غیرتمن افغان وی هغه باید دیوی ګولې مړۍ په مقابل کی خپل ملی او اسلامی ارزښتونه خرڅ نکړی. دوی ته زاری کوو چه دطالبانو بدی او دتښتیدلی مشرانو صفتونه پریږدی. هره بده تیره واقعه بیانول بیانول افغانانو ته ضرر دی او دهمداسی لیکونه نتیجه به دافغانستان ورانول وی. مونږ داسی لیکوالانو ته عرض کوو چه له ورانه افغانستانه به یو څو محدود کسان فایده واخلی خو په عموم به ټول افغانستان بیا په شرمو وشرموی.
هیله ده لیکوالان دنن په خبرو او مشکلاتو باند بوخت سی. خلکو ته دخاصو واقعیتو درست او رښتیا لاملونه پیدا کړی او دهغو دسمولو او اصلاح لاری په خپلو لیکونو کی هیوادوالو ته چمتو کړی او دهغوی وغوږو ته یې ورسوی.
دآزاد او ودان افغانستان په هیله