Homeخبرونهترکيه:‌‌ د خپلو امنيتي ځواکونو له حضور پرته د‌کابل د‌هوايي ډګر...

ترکيه:‌‌ د خپلو امنيتي ځواکونو له حضور پرته د‌کابل د‌هوايي ډګر د چارو په سمبالولو کې برخه نه اخلو

تاند ( شنبه د سنبلې ۶ مه) ترکیه وایي چې د خپلو امنیتي ځواکونو له حضور پرته به د کابل د هوایي ډګر د چارو په سمبالولو کې ونډه وانخلي.

رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ترکیې دغه خبره د کابل په هوایي ډګر کې له خونړي برید او په کابل کې د ورته بریدونو د خطرونو له زیاتېدو وروسته کړی ده.

طالبانو له ترکیې غوښتي وو چې د کابل د هوایي ډګر د تخنیکي چارو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، خو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو شرایط بدل کړي دي.

ترک سرتېرو چې د ناټو ځواکونو په اډانه کې فعالیت کوي، له شپږو کلونو راهیسې د کابل د هوایي ډګر د امنيت ساتنې مسوولیت پرغاړه درلود.

طالبان غواړي چې د اګست میاشتې تر ۳۱ نیټې د ترکیې د ځواکونو په ګډون ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د کابل هوایي ډګر له نړۍ سره د اړیکو د ساتلو، د مرستو د ترلاسه کولو او ورته نورو چارو په برخه خورا مهم بلل کیږي.

د کابل په هوایي ډګرکې د پنجشنبې ورځې له برید وروسته د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د کابل د هوایي ډګر او د هغه د کارکوونکو د امنیت ساتلو په برخه کې د طالبانو پر وړتیاوو شکونه زیات شوي دی.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ترکیه غواړي د کابل هوایي ډګر امنیت د ترک سرتېرو په ګډون د یوې ځانګړې امنیتي ډلې په مټ وساتي.

بل خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې شته ګواښونونو ته په پام سره تر اوسه دغه هېواد د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو په برخه کې کومه پرېکړه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...