دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د لغمان ولایت ټول پخواني چارواکي له بنده خوشې کړل

طالبانو د لغمان ولایت ټول پخواني چارواکي له بنده خوشې کړل

تاند (شنبه، د سنبلې ۶) طالبانو لغمان کې د دې ولایت ټول پخواني چارواکي له بنده خوشې کړل.

په خوشې شویو چارواکو کې د لغمان پخوانی والي، امنیه قومندان، امنیت رئیس او د ولایتي شورا په شمول ۴ تنه هغه بندیان شامل دي چې د دوی په زندانونو کې وو.

طالب چارواکي وایي دا کسان یې نن شنبه د خپل امیر شیخ هیبت الله اخند زاده د فرمان پر اساس خوشې کړل.

د لغمان امنیه قومندان مولوي فیصل وایي یاد کسان یې له تېرو دوو اونیو راهیسې د مرکز په هدایت بند کې ساتلي وو.

والي وایي یاد کسان هغه مهال ونیول شول کله، چې لغمان په بشپړ ډول د اسلامي  لاس ته ولویده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب