تاند(شنبه، د سنبلې ۵) طالبان وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ځینو برخو کنټرول ورسپارل شوی دی او امریکايی پوځیان به د اګست تر ۳۱ په بشپړ ډول ووځي.
په همدې حال کې امریکايي چارواکي وايي، د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې بهر ته د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي تېره شپه وویل چې د هوايي ډګر ټولې دروازې د امریکايي پوځیانو په لاس کې دي.
د فرانسې په ګډون له شلو ډیرو هیوادو ویلي دي چې دا عملیات یې د جمعې تر ورځ بشپړ کړل.
د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پارلي پرون وویل، له دوو اونیو په لږه موده کې فرانسې نژدې درې زره کسان د دوه زره شپږ سوه افغانانو په ګډون خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
د سې شنبې په ورځ د اګست په یو دیرشمه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستی مهلت دی. خو ډېر شمېر افغانان، چې وايي، د وتلو په شرایطو برابر دي او ورڅخه غوښتل شوي چې هوايي ډګر ته ورشي مګر تراوسه پورې یې چانس نه دی موندلی چې هوايي د؛ر ته لاړ شي.
د راپورونو له مخې امریکا او متحدانو یې د اګست له ۱۴مې نېټې راهیسې نژدې ۱۱۱ زره کسان له کابله اېستلې دي. سپینې ماڼۍ پرون وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې دولس نیم زره کسان د کابل له هوایي ډګر څخه په الوتکو کې بهر ته انتقال کړي دي.
له بلې خوا د ناټو غړي هېوادونه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د بهرنیو سرتېرو د وتلو د پروسې له بشپړېدو وروسته د بشري مرستو لپاره پرانیستی وساتي.