سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهافغانستان نه د امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه ووته

افغانستان نه د امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه ووته

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۳) د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د راغلو تازه امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه  له هېواده وتلې ده.

دا عسکر چې د پخوانیو هغو د ایستلو بهیر امنیت تامین په موخه افغانستان ته راغلي وو نن یې لومړنۍ جوپه له هوایي ډګر څخه ووتله.

د امریکايي ځواکونو دا جوپه داسې مهال له افغانستان نه ووته، چې بل لورته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن هم د اګسټ تر وروستۍ نېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو ټينګار وکړ.

ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته به خپل ځواکونه په افغانستان کې پرېنږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جي ٧ يا د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو ونه توانېدل چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن قانع کړي چې د اګسټ مياشتې وروسته په کابل هوايي ډګر کې د تخليې موده وغځوي.

خو د دغو هېوادونو مشران په دې سلا شول چې په ګډه به په مشروط ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د جي ٧ هېوادونو مشران شک لري چې د اګسټ تر ٣١مې به له افغانستانه د دوى اتباع او د هغوى افغان همکاران ونه شي ايستلاى.

امريکايي چارواکي وايي، تر اوسه يې له ٧٠ زرو ډېر بهرني اتباع او خپل افغان همکاران په خوندي توګه له افغانستانه ايستلي دي.

د اګسټ تر وروستۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو د بايډن ټينګار

1 COMMENT

  1. سلامونه دا دولت څخه ډا زموږ ده معاشونه راواخلي ستاسو خبر خو تر يوازي رسېږی دا 4 مياشتې کيږي چې معاش مو ندي اخيستي مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب