دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد اګسټ تر وروستۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو د...

د اګسټ تر وروستۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو د بايډن ټينګار

تاند(چهارشنبه، سنبلې ٣)- د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اګسټ تر وروستۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو ټينګار وکړ.

ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته به خپل ځواکونه په افغانستان کې نه‌پرېږدي.

د جي ٧ يا د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو ونه توانېدل چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن قانع کړي چې د اګسټ مياشتې وروسته په کابل هوايي ډګر کې د تخليې موده وغځوي.

خو د دغو هېوادونو مشران په دې سلا شول چې په ګډه به په مشروط ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د جي ٧ هېوادونو مشران شک لري چې د اګسټ تر ٣١مې به له افغانستانه د دوى اتباع او د هغوى افغان همکاران ونه شي ايستلاى.

امريکايي چارواکي وايي، تر اوسه يې له ٧٠ زرو ډېر بهرني اتباع او خپل افغان همکاران په خوندي توګه له افغانستانه ايستلي دي.

د جي ٧ مشرانو په غونډه کې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل: “امریکا دلته مشري په غاړه لري او له متحده ایالاتو پرته موږ نور هېوادونه نه‌شو کولای چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو بهیر ته ادامه ورکړو.”

بل پلو بهرنیو رسنیو پرون راپورونه خپاره کړل چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي‌ای‌اې) مشر ویلیم برنز په کابل کې د طالبانو له مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر سره په پټه کتلي، خو د دې ليدنې جزييات لا هم نه دي خپاره شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون خبريالانو ته وويل چې د اګسټ له ٣١مې وروسته به بهرني ځواکونه په افغانستان کې نه شي پاتې کېداى او يو ځل بيا يې په هوايي ډګر کې له راټولو شويو افغانانو وغوښتل څو خپلو کورونو ته ستانه شي او په وينا يې چې هيچاته خطر نه شته دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب