دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو بهر ته د ډالرو او لرغونو اثارو په لېږد بنديز ولګاوه

طالبانو بهر ته د ډالرو او لرغونو اثارو په لېږد بنديز ولګاوه

تاند(چهارشنبه، سنبلې ٣)- د طالبانو اسلامي تحریک په جدي توګه د افغانستان د ځمکې او هوا له لارې د ډالرو او لرغونو اثارو لېږد منع اعلان کړل.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي، که له هر چا سره یاد توکي ونیول شول، سمدستي به ضبطېږي او له لېږدونکو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نږدې لس ورځې تېرېږي او له دې هېواده بهر ته ډالرو او نورو اسعارو د لېږد په اړه تراوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د چارو ځينې پوهان وايي، چې د طالبانو د اسلامي تحریک اشاره له افغانستانه وتونکو خلکو ته ده.

د اقتصادي چارو پوه سيف الله وايي، دا چې اوسمهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې حالت بېړني دى، منظمه تلاشي نه شته نو طالبان شک کوي، چې ځینې خلک له ځان سره بهر ته پیسې لېږدوي.

ياده دې وي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې امريکايي او د هغوى نورو متحدانو د کابل له هوايي ډګره له 25 زره زيات افغانان او د بهرنیانو په ګډون ټولټال تر 70 زرو ډېر کسان ايستل شوي دي.

په همدې حال کې امريکايي چارواکو ويلي، چې د اګسټ تر وروستۍ به د تخليې چاره بشپړه شي او له هغې وروسته به دغه موده ونه غځوي او طالبانو هم په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت ښودلى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب