دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهډبلیو اف پي: افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیون ډالرو ته...

ډبلیو اف پي: افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

تاند (چهارشنبه د سنبلې ۳) د نړۍ خوراکي پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي په داسې حال کې چې افغانستان د ژمي فصل ته داخلیږي، د هغه هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره حد اقل ۲۰۰ میلیون ډالرو ضرورت لري.

د ډبلیو اف پي مرستیال انډرو پترسن له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې د جګړو او کورونا ویروس له امله کابو ۲۰ میلیونه کسان مرستو ته ضرورت لري.

انډرو پټرسن زیاته کړه، «همدا اوس، لکه څنګه چې ما وویل، دا د مرستو د دوام په اړه دي. موږ همدا اوس ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته ضرورت لرو څو په خپلو زیرمو کې ذخیره وکړو.»

د نوموړي په خبره، اوسمهال په ټول افغانستان کې په خپلو زېرمو کې ۲۰ زره مټریکه ټنه خوراکي‌ مواد لري او ۷۰۰۰ ټنه نور د راتلو په حال کې دي، خو ویې ویل ددې لپاره چې دا مواد د روان میلادي کال تر پایه ورسېږي او د افغانستان خلکو ته خواړه برابر شي، نو ۵۴ زره متریکه ټنه نور خوراکي توکي هم همدا اوس پکار دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل د طالبانو تر ولکې کابو دوه اونۍ تېرېږي، خو تر اوسه د دغې ډلې مشر نه دی ټاکل شوی او خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

که د افغانستان برخلیک په لنډ وخت کې معلوم نه شي، لیرې نه ده چې ګڼ شمېر افغانان کډه په شاه نورو هېوادونو ته لاړ شي. خو طالبانو وار له مخه ویلي چې له هېواده د خلکو په وتلو خوښ نه دي او په وینا یې چې په کور د ننه به کاري فرصتونه برابر کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب