سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+دوه نور افغان ماشومان جرمني ته له رسېدو سره سم وزېږېدل

دوه نور افغان ماشومان جرمني ته له رسېدو سره سم وزېږېدل

تاند(چهار شنبه، د سنبلې ۴) د پنتاګون ویندوی جان کربي پرون / سې شنبه وویل، پر دې سربېره چې د یوې افغان مېرمنې ماشوم د امریکا په پوځي الوتکه کې وزېږېد، دوه نور ماشومان د الوتکې تر کښېناستو وروسته دنیا ته راغلل.

د جان کربي په وینا له دوو افغان مېرمنو سره د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د رامستین هوايي اډې په پوځي روغتون کې، چې د امریکایانو له لوري اداره کېږي، طبي مرسته وشوه.

د پنتاګون ویندوی وویل«ما ته وویل شول چې د ماشومانو، د هغو د میندو او پلرونو وضعیت بیخي ښه دی، او ټول خوشاله ښکاري.»

ده په دې اړه څه ونه ویل چې ایا ماشومانو ته به په اتومات ډول د امریکا تابعیت ورکړل شي او که نه.

د امریکا له قوانینو سره سم، هغه ماشوم چې د دغه هیواد په خاوره کې وزېږي، په اتومات ډول د متحدو ایالتونو تابعیت ترلاسه کوي. خودا ماشومانپه جرمني کې د امریکايي پوځیانو په اډه کې زېږېدلي دي.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ یوې افغان مېرمنې، چې د امریکا په پوځي الوتکه کې د کابل له هوايي ډګره ایستل شوې وه، جرمني ته له رسېدو سره سم، ماشوم وزېږاوه.

دې ښځې ته هغه مهال د هوا د ټیټ فشار له کبله تکلیف پیدا شو چې د الوتکې ارتفاع ډېره یعني تر ۸ زره ۵۳۴ متره لوړه وه.

خو کله چې الوتکه د جرمني په رامستین اډه کې کښېناسته، ماشوم دنیا ته راغی. ماشوم او مور یې نژدې روغتون ته یووړل شول او د دواړو روغتیايي وضعیت ښه دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب