دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاد رواني نارغیو د رامنځته کېدو عوامل| شرافت همت

د رواني نارغیو د رامنځته کېدو عوامل| شرافت همت

فرویډ په ارواپوهنه کې ډېر کار کړی. په لومړي سر کې یې شعور او لاشعور تر بحث او څېړنې لاندې ونیول.
بیا یې د انسان په شخصیت څیړنې وکړې او د خپل کار په نتیجه کې یې د انسان شخصیت په دریو برخو وویشته چې عبارت دي له: ایډ، ایګو او سوپر ایګو څخه.

د فرویډ د ارواپوهنې مطابق، د انسان هغه هیلې او غوښتنې چې په کوچنیوالي کې پوره نشي، یا داسې هیلې او غوښتنې چې په اوس وخت کې نه پوره کیږي او د انسان د ځور باعث کیږي، لاشعور ته شړل کیږي تر څو شعور یې له عذابه خلاص شي.

دغه ټولې ماتې شوې هیلې او غوښتنې چې د انسان لاشعور ته شړل شوي، د عقدې بڼه غوره کوي او ځینې وخت په ناڅاپي ډول د انسان شعور ته د راتللو هڅه کوي. همدغلته یو داخلي کشمکش پیداکیږي، دا هغه وخت دی چې کس شدید خو د نامعلومې انګېزې خفګان احساسوي. ارواپوهنه وایې همدغه وخت چې لاشعور ته شړل شوې هیلې، غوښتنې، خفه کوونکې پېښې او نور ځورونکي شیان شعور ته د راداخلیدو هڅه کوي، انسان ته رواني تکلیف پیداکیږي.

که په دوامداره ډول یو څوک له سختو حالتونو سره مخ وي او ماتیږي طبیعي ده چې لاشعور به دا ټول په ځان کې ځای نکړي او شعور ته د راداخلولو هڅه به یې کوي او انسان ته به رواني ناروغي پیداکیږي.

رواني ناروغي مختلفې بڼې لري: شخصیت پورې تړلې رواني ناروغۍ، مود یا مزاج پورې تړلې رواني ناروغۍ، سایکوټیکې رواني ناروغۍ چې دغو ناروغانو ته د لیونو خطاب کیږي او اکثره دا ناروغان بیرته عادي ژوند ته نشي داخلیدلی، جنسي انحرافات، د زده کړې اړوند رواني ناروغۍ، د خوراک اړوند، د خوب اړوند او داسې نورې …..
د شخصیت پورې تړلې رواني ناروغۍ د ایډ، ایکو او سوپر ایګو د ناهمغوۍ او توازن د خرابوالي له امله رامنځته کیږي. مثلاً په شدیدې انټي سوشیل ناروغۍ کې ایډ ډېر متبارز وي او سوپر ایګو کمزورې وي. د ایډ کار له خواهشاتو سره دی او دا خلک په که په هره بیعه وي، خپل خواهشات پوره کول غواړي. په مقابل کې یې سوپر ایګو چې له مکافاتو او مجازاتو سره سرو کار لري او په ساده اصطلاح وجدان بلل کیږي، متبارز نه وي او نشي کولی چې ایډ کنټرول کړي. همدا علت دی چې دا ناروغان قوانین نه مني، د ټولنې او قانون خلاف کار نکوي او د خپلې هرې غوښتنې د پوره کولو لپاره په هر څه لاس پورې کوي.

د مزاج پورې تړلې رواني ناروغۍ لکه انزیټي، ډپرېشن، منیا او نورې … د ژوند د سختو پېښو، ناسم چلند او د هیلو د نه پوره کیدلو او ماتېدلو له کبله پیداکیږي او د اخته کس په مزاج ژور اغیز لري.

جنسي انحرافات په دوامداره ډول د جنسي غوښتنو د نه پوره کولو له کبله یا د تمایل د ګډوډۍ له کبله پیداکیږي چې پدې کې هم محیطي عوامل د پام وړ دي. مثلاً که څوک په دوامداره ډول په جنسي لحاظ محروم پاتې شي نو دغو انحرافاتو ته ځي چې پدې کې بیا ډول ډول حالتونه موجود وي.

د زده کړو پورې مربوطې ناروغۍ له تشویق او هڅونې څخه د محرومیت، پدې اړه د رټلو، پر ځان د باور بایللو، نالایقه بلل کیدلو او نورو له کبله منځته راځي.

په مجموعي ډول، ټولنیز عوامل، کورني چلندونه، د ژوند غموونکې پیښې او نور ډېر څه د انسان په ذهن مستقیم تاثیر لري او په دماغ کې د هغو هورمونو د تعادل او اندازې د بې نظمه کولو سبب کیږي چې د روحي چارو سره سر و کار لري. مثلاً د ډوپامین هورمون اندازه په ډپرېشن کې کمه وي له همدې کبله اخته کس خفه موډ لري، منفي احساس لري او په ځان باور نلري. برعکس په منیا کې دا هورمون تر نارملې اندازې زیات وي، اخته کس لوړ احساسات لري، ځان ته د غټ چا فکر کوي، ځان تر نورو لوړ بولي او په اصطلاح هر وخت یې طبعه جوړه وي.

همدارنګه ځینې نور هورمونونه لکه norepinephrine او serotonin د نورو جسمي کارونو تر څنګ د روحي چارو سره زوره رابطه لري. مثلاً د norepinephrine او epinephrine هورمونونو ته د fight او flight هورمونونه ویل کیږي او د جنګ پر وخت زیات افرازيږي او انسان یا جنګ یا تېښتې ته برابروي.همدارنګه د oxytocin هورمون د مینې او ګرانښت له رابطو سره سر و کار لري او که ددې هورمون د غلظت توازن ګډ وډ شي نو انسان ته په نږدې اړیکو کې ستونزې پیداکیږي.

د انسان شخصیت له کوچنیوالي په تکامل پیل کوي او کورني چلندونه، ټولنیز چلندونه، ټولنیز عوامل، د ژوند پېښې او نور ډېر څه ورباندې ژور اغیز لري.

په رواني ناروغیو کې د جنټیکي فکتورونو دخالت هم د ډېر پام وړ دی.

د رواني ناروغیو خلاصون په اوسنیو شرایطو کې خورا سخت دی خو باید له چلندونو سره پام وشي او د ټولنیزو ناخوالو د له منځه وړلو سره احتیاط وشي. د بشري حقونو تأمین هم د دغو ناروغیو په مخنیوي کې ډېر موثر دی. زمونږ ټولنه ناجوړه ده او تداوۍ ته اړتیا لري، خدای مو ښه لره.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    د ځوان ورور شرافت همت لیکنه د رواني تشوشاتو د لاملونو او په پای کې د احتمالي خلاصون په هکله ډیره په زړه پورې ده.
    صرف یوه کوچنۍ سهوه چې ښايي چاپي وي مګر د پاراګراف مانا ضد ده ، یوه یادونه کول غواړم:
    د اووم پاراګراف پا ی نه پورته دوهمه کرښه کې داجمله(همدا علت دی چې دا ناروغان قوانین نه مني، د ټولنې او قانون خلاف کار نکوي )او..>> زما په آند باید داسې وي(( د ټولنې او قانون خلاف کار کوي!)). په درناوۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب