سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+په پارالمپیک کې د افغانستان ۲ لوبغاړي

په پارالمپیک کې د افغانستان ۲ لوبغاړي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۳) د توکیو د ۲۰۲۰ په پارالمپیک سیالیو کې د افغانستان بیرغ په داسې حال کې په پرېډ کې تېر شو چې هیڅ افغان لوبغاړی د ملي بیرغ شا ته نه و.

د تکواندو لوبغاړې ذکیه خدایدادي او ځغاستونکی حسین رسولي یوازیني دوه افغان لوبغاړي وو چې په جاپان کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.

که څه هم تېره اوونۍ وویل شول چې دا دوه افغان لوبغاړي به اجازه ونه لري چې په سیالی کې برخه واخلي ځکه چې د افغانستان په رسمیت پېژندل شوی حکومت پرزېدلی او د اګست په ۱۵ مه طالبانو د افغانستان واګې په لاس کې اخیستې دي.

۲۳ کلنه خدایدادي به لومړنۍ ښځینه افغان لوبغاړې وي چې له ۲۰۰۴ را په دې خوا پارالمپیک کې ګډون کوي.

1 COMMENT

  1. د وروستیو سلو کلونو په اوږدو کی د دریم ځل لپاره زموږ د جغرافیا په ستاډیوم کی د پارالمپیک لوبی ( د معیوبینو لوبی، د سالمو کسانو په ملاتړ ) تر سره سویدی ( دریمه ئې تازه پیل سوېده ).
    ۱ – په ۱۹۲۹ کال کی د پارالمپیک د لوبی د ګډونوالو بیرغ د حبیب جان کلکانی په مبارکو لاسونو حمل سو.
    ۲ – په ۱۹۹۰ کال ( باور وکئ کال می دقیق نه دی په یاد ) د پارالمپیک د لوبو د ګډونوالو بیرغ د یو سیوری چی بی بی سی ور ته د ملا عمر نوم انتخاب کړئ ؤ په مبارکو لاسونو حمل سو.
    ۳ – همدا څو ورځی مخکی د نړۍ د تاریخ تر ټولو حیرانوونکی پارالمپیک تر سره سو چی د انجام او ختمېدو نېټه ئې ( دوو تیرو پارالمپیکونو خلاف ) دقیقه نه ده معلومه چی البته دا ځل د لوبو د ګډونوالو بیرغ د یو ثابت کس پلاس کی نه دئ بلکه په نامحسوسه توګه د احمد یا محمود یا حامد په مبارکو لاسونو حمل کیږی.
    ډیر احتمال شته چی همدا د مختلفو لاسونو خوَلې د پارالمپيک د بیرغ رنګ او خوند او کیفیت بدل کړی او ( په بله ژبه پر لوبغاړو د غولو د باران اورښت ) ددې نحس پارالمپیک د ختمېدو لامل وګرځی.
    ستا ادې ….. ستا انګرېز پدې ویرانوونکی پارالمپیک چی زموږ په خاوره کی دی پکار اچولئ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب