سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي، افغانستان کې یې د ټولو کارکوونکو امنیت خوندي دی

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې یې د ټولو کارکوونکو امنیت خوندي دی

تاند (چهارشنبه د سنبلې ۳) ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې کارکوونکو ته هېڅ راز ګواښ او خطر نه جوړېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي دوی له ټولو امکاناتو استفاده کوي چې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو امنیت خوندي کړي.

هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې امنیت یې خوندي دی او هېڅ راز خطر د دوی ژوند ته متوجه نه دی.

انتونیو ګوتریش همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې به په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي افغانستان ته د دایمي ثبات او سولې په راتک کې اغېزناک رول ادا کړي.

1 COMMENT

  1. ملګری ملتونه = د ځنګل پنځه کفتاران سره ملګری دی د ښکلو هوسیانو د ښکار په تمه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب