Homeخبرونههند له هېواده بهر افغانان ته د وېزې پر ورکړه بندیز ولګوه

هند له هېواده بهر افغانان ته د وېزې پر ورکړه بندیز ولګوه

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۳) هند هغو افغانانو ته چې له دغه هېواد څخه دباندې دي د ویزې د ورکړې بهیر درولی دی.

سپوتنیک آژانیس وایي یاد هېواد د ویزې ورکړې لپاره ځینې نوي مقررات وضع کړي دي.

سرچینې دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې افغانان یوازې په الکټرونیکي ویزه کولی شي دغه هېواد ته سفر وکړي.

هند دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې ده چې په وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې د یو شمېر افغانانو پاسپورټونه ورک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له راتګ سره ډېری هېوادوال ځانونه خوندي نه بولي او هڅه کوي له هېواد بهر په یو نه یو ډول لاړ شي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر بایډن هم ویلي، چې تر دې دمه يې ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان ایستلي دي.

https://taand.net/wp-admin/post.php?post=194743&action=edit

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...