دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهسلګۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه

سلګۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۳) د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور پایلې،چې ښايي په څو ساعتونو کې وېب پاڼې ته پورته شي اعلان شوې.

په دې پایلو کې سلګۍ د موس خان لور  چې د کابل اوسیدونکې ده عمومي اول نمره اعلان شوه.

د راپورونو له مخې سلګۍ ۳۵۲.۵۷۵ نومرې ترلاسه کړي او د کابل ابن سینا پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

دغه راز احسان الدین د کرام الدین زوی، چې د کابل اوسیدونکی دی دوهم نمبره راغلی دی.

نوموړي ۳۵۲.۵۳۳ نومرې ترلاسه کړي او د ابن سینا پوهنتون طب پوهنځي ته په بریالي شوی دی.

او دغه راز ثناء الله د بسم الله زوی، چې دا هم د کابل اوسیدونکی د ۳۵۰ نومرو په ترلاسه کولو درېیم نمره او د ابن سینا طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د ازموینو د ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خاموش وایي، سږکال د کانکور په ازموینه کې له ټول هېواد څخه ۱۹۹۷۲۵ کسانو ثبت نام کړی و.

هغه زیاتوي چې له دې ډلې ۱۷۹۹۲۹ کسانو په ازموینه کې ګډون درلود، چې ۶۸۹۳۰ ترې لوړو زده کړو او ۱۱۴۳۵ ترې نیمه لوړ زده کړو پوهنتونونو ته بریالي او ۹۰۰۰۰ ترې خصوصي پوهنتونو نو ته ورپېژندل شوي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    تعلیم او تربیه دچرچل په خیره دیوې ټو لنې لباره دشاد هډوکو (ستون فقرات)حیثیت لری .ښوونه او روزنه د یوې ټولنې عزت او ګاڼه ده لویه لاس ته راوړنه ده او انسانی عظمت. دافغانستان مظلوم او شهید ولس دغه ډول اهلیت او لیاقت ته بې له هرډول سیاست ښه راغلاست وایی دافغا نستان لباره دسلګۍ په څیر ځوانان ملی سرمایه ده. سلګۍ خور دهېواد به سطحه مسا بقه کې تا او ستا کورنۍ ته مبارکی وایم او تل بریالی اوسې.

  2. ګرانی وریرې ته د برالیتوبونو د هیلی تر څنګ:
    ۱- د غربی استعمارګرانو د ” د ښو مغزونو د فرار او جذب ” ښکار نه سی.
    ۲- د نوی نامطمئن حاکمیت د متحجرانه دستوراتو په اساس د تعلیم او زده کړو د دوام څخه بې برخی نه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب