یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو پنجشېر کلابند کړی

طالبانو پنجشېر کلابند کړی

تاند (یکشنبه د سنبلې ۱) طالبان وايي چې د بغلان ولایت بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ یې تصفیه کړې دي. د طالبانو مخالفو ولسي پاڅونوالو تېره اونۍ ادعا وکړه چې دا سیمې یې له طالبانو څخه نیولې دي.

په همدې حال کې سیمه ییزو سرچینو په ده صلاح او بنو ولسوالیو کې له طالبانو سره د درنو جګړو خبر ورکړی دی. دوی ویلي دا دوه ولسوالۍ چې د پنجشېر ولایت په شمال کې پرتې دي، څو ځلې د طالبانو او د هغو د مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه بیان کې وویل چې د دوی وسله وال د تخار او بدخشان ولایتونو او د بغلان د اندراب ولسوالۍ له لارې د پنجشېر دروازو ته رسېدلې دي.

په بیان کې راغلي دي چې د سالنګ لاره خلاصه ده او طالبانو پنجشېر کلابند کړی دی.

مجاهد وايي دوی هڅه کوي په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفینو سره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

احمد مسعود چې د احمد شاه مسعود زوی دی او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مشري کوي هم ویلي دي چې خبرو ته لېوال دي، خو هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان پنجشېر ته ننوځي دی به یې پر وړاندې ودرېږي.

څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې طالبانو د افغانستان په ۳۳ولایتونو خپله ولکه ټينګه کړې او پنجشېر یوازینی هغه ولایت دی چې تر اوسه د طالبانو لاس ته نه دی لوېدلی.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان ۳۳ ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، احمد مسعود او د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه ولایت کې طالبانو پر وړاندې د مقاومت او درېدو اعلان وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب