چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+انجیلینا جولي د یوې افغان ماشومې د لیک لپاره انسټاګرام ته مخه...

انجیلینا جولي د یوې افغان ماشومې د لیک لپاره انسټاګرام ته مخه کړه

تاند- د هالیووډ مهشورې لوبغاړې انجیلینا جولي د اوونۍ په وروستیو دوو ورځو کې په انسټاګرام کې تر یو ملیون ډېر فالوران وموندل.

دې نامتو سینمايي لوبغاړې د اګست په شلمه انسټاګرام فعال کړ او په تېرو دوو ورځو (شنبې او یکشنبې) کې یې د فالورانو شمېر تر یو ملیون واوښت.

د هالیووډ دې ستورې د دې لپاره انسټاګرام ته مخه کړه چې د یوې افغان پېغلوټې دردوونکی لیک له خلکو سره شریک کړي چې له افغانستانه ورته رالیږل شوی و.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د اغلې جولي د فالورانو شمېر ۷ ملیونه او ۶ لکه تنو ته رسېدلی دی.

دې پر انسټاګرام په خپل لومړني پوسټ کې لیکلي «دا هغه لیک دی چې له افغانستانه یوې پېغلوټې رالیږلی. دا وخت د افغانستان خلک په ټولنیزو رسنیو کې د خبرو او بې ویرې د خپل نظر د څرګندولو ازادي له لاسه ورکوي. نو زه انسټاګرام ته راغلم چې د دوی کیسې او د هغو کسانو ږغ درسره شریک کړم چې په درسته نړۍ کې د خپلو ابتدايي حقونو لپاره مبارزه کوي.»

انجیلینا جولي له ډیرو کلونو راهیسې د بېوزلو هیوادونو له یتیمو ماشومانو، بې سرپرسته ښځو او کډوالو سره مرستې کوي. دا تراوسه دوه ځلې افغانستان ته راغلې او له کورنیو بې ځایه شویو سره یې مرستې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دا ښځه د ماسونری د خبیث تشکیل یوه فعًاله غړې ده چی د نئولیبرالیزم تبلیغانی دنده مخته وړی.

  2. غلام حضرت صاحب ستاسو نظر ته احترام لرم خو زه په خپله په لاس انجلس کې اوسم او د انجلینیا جولي په باره کښې څه نا څه معلومات لرم. دا خلک قطعاً په هیڅ دین باور نه لري. څه پاتې شوه کوم مذهب او دین ته تبلیغ. دوی بې حده پیسې پیدا کړي او نور ورسره هیڅ امید نه دی پاتې. دوی په اصطلاح د کرښې پای ته رسېدلي. نه پوهیږي چې څه وکړي او څنګه ځان قانع کړي. کله چې د انسان هر څه پوره شي او پیسې له ځان سره حساب کړي چې د اووم پِښت لپاره یې هم تر کافي زیاتې دي. بیا د ژوند د پوچوالي په هکله فکر کوي. له دې مایوسوونکي حالت څخه د وتلو لپاره ډیر کسان خیریه چارو ته مخه کوي. بیل ګیټس یې یو بل مثال دی. دا هم له دغه ډول کسانو نه ده.
    نورزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی