چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو حاجي ادريس د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست وټاکه

طالبانو حاجي ادريس د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست وټاکه

تاند (یکشنبه د سنبلې ۱) طالبانو حاجي محمد ادريس د افغانستان د مرکزي بانک د سرپرست په توګه وټاکه.

دغه خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن/ یکشنبه پر خپل ټویټر په یوه ټویټ کې لیکلې ده، خو د ادریس نومي کس د ژوند، زده کړو او کاري تجربې په هکله چې چېرته او څومره کار یې په بانکي او نورو برخو کې کړی معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، « د دولتي اداراتو او بانکي مسائلو د تنظیم او د خلکو مشکلاتو ته د رسیدګۍ په هدف د اسلامي امارت مشرتابه لخوا محترم حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست لوی رئیس په توګه و ټاکل شو.»

خو ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له نویو ګومارنو ناخوښ دي. دوی وايي چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي او د غیر مسلکي کسانو له ګومارنو ډډه وشي.

ویل کېږي طالبانو په مهمو بستونو کې (کوم کې چې ډاکتر، انجنیر…) ته اړتیا وه او په کې ګومارل شوي وی، اوس په کې ملایان، قاریان، مفتیان او هغه کسان چې په مدرسو او دارالعلومونو کې یې زده کړې کړي مقرر کړي دي.

بلې خوا د افغانستان د مرکزي بانک پخواني رئیس اجمل احمدي ویلي چې افغانستان به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا له سختو اقتصادي ستونزوسره مخامخ شي.

احمدي چې له افغانستانه وتلی په یوه مرکه کې ویلي کمزورې افغانۍ، د انفلاسیون زیاتوالی، د وارداتو زیات لګښتونه او د پانګې کنټرول هغه ستونزې دې چې د افغانستان په مخ کې پرتې دي.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا متحدو ایالاتونو چې د افغانستان د مرکزي بانک د شااوخوا نهه ملیارډ او ۴ سوه ملیون ډالرو ډیره برخه یې کنګل کړې، هم د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ کړی.

د نوموړي په وینا پر دې سربېره د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF هم د پنځه سوه میلیون ډالرو په ګډون چې نن د اګست په ۲۳ یې باید افغان حکومت ته ورکړې وی، د طالبانو واکمنان نړیوالو پورونو ته له لاس رسي څخه بې برخې کړي دي.

د معلوماتو پر اساس افغانستان د نړۍ یو بې وزلې هېواد دی چې شااوخوا اتلس میلیون وګړي یې خوراکي مصؤنیت نه لري، زښت زیات د نړیوالو په مالي مرستو متکي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب